د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له سيلاب ځپلو سره مرستې وشوې


په جلال اباد کې يوې مدني ټولنې د لغمان او ننګرهار په سيلاب ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل. د افغانستان د سولې او پرمختګ په نوم مدني ټولنې په هغو درې سوه کورنيو خوراکي وويشل چې په دې وروستو کې يې کورونه د سختو بارانونو او سيلابونو له وجې زیانمن شوي وو.

په جلال اباد کې يوې مدني ټولنې د لغمان او ننګرهار په سيلاب ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل. د افغانستان د سولې او پرمختګ په نوم مدني ټولنې په هغو درې سوه کورنيو خوراکي وويشل چې په دې وروستو کې يې کورونه د سختو بارانونو او سيلابونو له وجې زیانمن شوي وو.

د يادې ټولنې مشر ډاکټر خوشال قريشي وايي چې دوی یاده مرسته د خپلې تولنې له ملګرو څخه په چنده راټوله کړې وه. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د ننګرهار د سيلاب ځبلو او مظلوم ولس لپاره له دې نه مخکې چې دا مواد توزیع شي، د دې لپاره يوه سروی شوې وه او په دغه سروی کې درې سوه کورنۍ له مختلفو ولسواليو څخه ټاکل شوي دي. په دغه مرستو کې پنځوس کیلو ګرامه وړه دي، لس لتیره غوړي دي او يو کيلو صرف صابون شامل دي چې موږ يې له دغو بې وزله کورنيو سره مرسته کوو.))

د زیانمنو شويو کورنيو وارثان خوشاله وو چې مرسته ورسره کيږي خو له نورو خيريه ټولنې هم تمه لري چې مرستې ورسره وکړي.

دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زما نوم رحيم شاه دی، د سرخرود ولسوالۍ د دانش اباد کلي اوسيدونکي يم. زما کور د سيند غاړې ته دی، سيلاب وړی دی، ټول سامان يې رانه وړی دی، د افغانستان د سولې او پرمختګ ټولنې نه مننه کوو چې له موږ سره يې مرسته وکړه او له نورو خيريه ټولنو هم غواړو چې موږ سره مرستې وکړي. ))

(( نورسيد پاچا مې نوم دی او د خوشکګبند اوسیدونکي يم. ما ته صدمه رسيدلې وه. او دې خلکو په موږ یولطف او مهرباني کړې، دا مخلوق راغلی، مرستې ورسره کيږي، کور دې اباد وي. موږ غریب خلک يو، موږ سره دې نورې خیريه ټولنې هم کمک وکړي. کورونه مو سيلاب وړي او وران ویجاړ دي.))

د افغانستان د سولې او پرمختک مدني ټولنې مسوولين وايي چې دوی به د مرستو دا لړۍ د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي او په نورو مدني ټولنو هم غږ کوي چې د خپلو بې وزلو هيوادولو سره هر اړخيزې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG