د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفا ورکړه.


د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین نن د ۱۳۹۴م لمريز کال په لومړۍ ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.

د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین نن د ۱۳۹۴م لمريز کال په لومړۍ ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.

نوموړي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ده ډیره هڅه وکړه چې په دې ولایت کې د فساد مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ځينو ادارو کې اصلاحات راولي خو په خبره يې په بشپړه توګه بریالی نشو.

نوموړی په یادو برخو کې د پاتې راتلو لامل د مرکزي حکومت لخوا ده ته د کمو صلاحیتونو ورکړه او دارنګه د ده په چارو کې مداخله یاده کړه.

ښاغلي لودين وړاندې وايي، هغه څه چې زما نطام او ولسمشر غواړي هغه نه پلي کيږي.

((دلته په دوه برخو باندې کاروان روان و چې يو د بیا رغونې په نوم په تورخم کې له سوداګرو پیسې اخيستل کيدې، چې بيا رغونه به کيدله او یا به نه کيدله، خو ما مناسبه ونه ګڼله. بل يو ترازو په دې خاطر نسب شوی و چې دا سرک په امن او سلامتیا کې پاتې شي، ما وکتل چې هم دا سرک خرابيږي او هم پيسې شخصي جیبونو ته ځي، چې زه له دې سره سخت مخالف یم، ما وکتل چې هغه څه چې زه غواړم، هغه څه چې زما نظام غواړي او حتی هغه څه چې زما ولسمشر غواړي هغه نه پلي کيږي.))

مولوي عطاالله وايي چې بله لویه ننګونه د ده په وړاندې هغه خپل سري عمليات یاد کړل چې له مرکز نه به تنمظميدل او په نیتجه کې به يې زموږ بې ګناه وګړي وژل کيدل.

(( هغه خپل سري عملیات چې زما د امنیتي قواوو سره په ننګرهار کې نه تنظميدل چې په نتیجه کې زما بې دفاع او هغه مظلوم ولسونه چې په جنګ کې دخل نه لرلو، په شهادت رسيدل خو د هغوی جوابده بيا په ولایت کې زه وم. فساد چې زه يې باید مخه ونيسم، او هغه قانون چې زه يې بايد په خلکو تطبیق کړم، ومې نه شو کولای. دا ټول هغه شيان دي چې زما د کار د دوان مخه نيسي. نو په همدې بیناد زه خپل معذرتونه وړاندې کوم او ستاسو نه رسماٌ له دې وظيفې نه رخصت غواړم.))

د غونډې په اخر کې د ننګرهار د ولایتي شورا استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ملي سوداګرو په يوه خوله له مولوي عطاالله لودين څخه غوښتنه وکړه چې خپله استعفا بیرته واخلي او تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکړي څو پورې چې د ولسمشر فرمان نه وي راغلی. لودين خپله استعفا وانه خيسته خو ژمنه يې ورکړه چې که ولسمشر ورته د قانون په بنیاد صلاحیتونه ورکړي، بیا به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG