د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ وايي ، په تیرا کې یې اتیا وسله وال وژلي دي


د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال سلیم باجوه
د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال سلیم باجوه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خيبر ايجنسۍ په باړې او تيرا کې یې په روانو پوځي عملياتو کې شاوخوا اتيا وسلوال وژلي دي او په اووه سرتيري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

خیبرایجنسۍ : د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خيبر ايجنسۍ په باړې او تيرا کې یې په روانو پوځي عملياتو کې شاوخوا اتيا وسلوال وژلي دي او په اووه سرتيري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر يا (آیی ایس پي آر) د شنبې په ورځ په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د خيبر ټو په نامه پوځي عملياتو کې يې وسلوالو ته ډير زیانونه اړولي دي او زیاتره سیمې یې ورڅخه پاکې کړې د.

په دې سیمه کې د لښکر اسلام وسله والې ډلې يو ویاند بیا د پوځ دا ادعاوې ناسمې بولي او وايي چې دومره زیان نه دی ورته اړول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ له شلمې نیټې راهېسي د باړې اکا خیلو سیمې ته د کډوالو د ستنیدلو بهير هم پيل شوی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG