د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي او ۲۴ نیول شوي دي


د پاکستان امنیتي عسکر
د پاکستان امنیتي عسکر

دحکومتي چارواکې په کراچۍ ښار کې د پنځه مشکوکه وسلوالو د وژلو او د څليرشت د نيولو دعوا کوي.

کراچۍ: دحکومتي چارواکې په کراچۍ ښار کې د پنځه مشکوکه وسلوالو د وژلو او د څليرشت د نيولو دعوا کوي.

په ياد ښار کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ځواک یا سي ټي ډي چارواکي وایي تېره شپه يې د لټون په عملیاتو کې په طوري بنګش کالونۍ سيمه کې دوه ، او په منګوپیر علاقه کې ۳ مشکوکه وسلوال طالبان د پولیسو سره په مبينه نښته کې وژل شوي دي.

د ياد ځواک مشر مظهر مشواني تېره شپه له رسنېو سره په خپلو خبرو کې وويل چې وژل شوو کسانو په سيمه کې د بارودو کارخانه جوړه کړي وه.

بلخوا تېره شپه د کراچۍ په اتحاد ټاون، پټان کالونۍ او نورو سېمو کې د لټون د عملیاتو پر مهال ۲۴ مشکوک کسان نیول شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په کراچۍ ښار کې د مشکوکه وسلوالو پرضد د رېنجر ځواک عمليات روان دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG