د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اووه کلن ځنډ پس پاکستان خپله قامي ورځ لمانځي


د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې له اووه کلن ځنډ‌ پس تر سختې امنیتي څارنې لاندې د دغه ملک قامي ورځ لمانځل کېږي.

د پلازمېنې له شکرپړيا سره نزدې د درو واړو پوځونو سرتېرو پرېډ وکړ. پر دې مهال د پاکستان صدر ممنون حسېن، وزير اعظم نوازشريف، دپوځ مشر جنرل راحيل شريف او نور وفاقي وزيران او د پوځ او ولسي «سیویل» ادارو اعلا چارواکي ګډون وکړ.

صدر ممنون حسين برخوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې د پاکستان ولسونو د هر قسمه ازميښتونو مقابله په ښه شان کړې ده چې پکې سيلابونه هم راغلي دي او دا وخت د ترهه ګرۍ مقابله هم کوي.

د پاکستان حکومت او ولس په شريکه دا فيصله کړې ده چې د ترهه ګرۍ ترخاتمې به خپل جنګ جاري ساتي.

پر دې مهال نوموړي له افغانستان سره د تعلقاتو په اړه وويل چې پاکستان له ټولو ګاوندي ملکونو سره په منطقه کې د امن او پرمختګ لپاره ښه تعلقات غواړي او په دې لړ کې یې له افغانستان سره تل د ښه اړيکو کوښښ کړی دی:

«له افغانستان سره زموږ مذهبي، سياسي، تاريخي او کلتوري اړيکې دي او پاکستان غواړي چې له افغانستان سره خپل تعلقات نور هم پیاوړي کړي او د دې لپاره پاکستان خپل کردار لوبوي. پاکستان د خپلو ګاونډيو ملکونو سره د برابرئ په بنياد پرامنه او دوستانه تعلقات غواړي او هم په دې سوب موږ له هند سره هم د دوستۍ خواهش لرو او له هغوي سره په خبرو د کشمير په ګډون ټولې شخړې هوارول غواړو»

د پريډ په موقه په اسلام آباد او پنډئ کې سخت حفاظتي اقدامات پورته کړې شويدي او د ښار په داخلي او خارجي لارو او په نورو مهمو سړکونو باندې د پوليسو او رينجرو دستې ولاړې دي او د تلونکيو راتلونکو تلاشي اخیستل کېږي.

دغه رنګ د اسلام آباد ضلعي انتظامیې د وفاقي حکومت په وينا له ١٨م مارچه د شکرپړيا خواو شا سيمو سېکټر جې سيکس، جې سيون ، ای اېټ ، ای ناين، اېچ اېټ ، اېچ ناين، مري روډ او مارګله ټاون کې تر څلويښت زياتې مدرسې او مزارونه تر ٢٤ مارچه تړل شوي دي.

هم دا شان دايوان صدر لخوا جاري شوي يو بيان کې ويل شويدي چې نن ماښام به ٥٢ کسانو ته سول ايوارډ ورکول کيږي.

او له دې سربيره به تيرکال په دسمبر کې د پيښور پيبليک اسکول ١٢٢ طالب علمانو او شلو استادانو ته له مرګه پس ايوارډونه ورکول کيږي.

د پاکستان ټيلي کميونيکشن اتارټي وايي، چې دوی د وفاقي حکومت په وينا نن د سيکورټۍ په لړ کې په اسلام آباد او پنډۍ کې د ماسپښين تر دوه بجو پورې موبائل سروسې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG