د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کرنيزو تولیداتو درې ورځینې نندارتون پرانستل شو


په جلال اباد کې د بزګر د جشن تر عنوان لاندې د کرنيزو او توليدي محصولاتو درې ورځینی نندارتون پرانستل شو. دغې نندارتون کې په لسګونو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ايښي وو.

په جلال اباد کې د بزګر د جشن تر عنوان لاندې د کرنيزو او توليدي محصولاتو درې ورځینی نندارتون پرانستل شو. دغې نندارتون کې په لسګونو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ايښي وو.

دغه نندارتون د شیشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې د ننګرهار د کرنې ریاست په نوښت د بزګر جشن په عنوان پرانستل شو چې د کرنیزو او تولیدي شرکتونو محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي ول. د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګرديوال د نندارتون د پرانستې پر مهال په خپلو هیوادوالو غږ وکړ چې خپل توليدات او مصنوعات استعمال کړي او خپل ملي اقتصاد پیاوړي کړي. نوموړي وويل:

(( موږ په ننګرهار کې کافي زراعتي محصولات او توليدات لرو. دغه غورفې چې د محصولاتو دلته لګيدلي، دا به له نيږدې نه هم وګورو، خو له ټولو نه مې هيله دا ده چې د نندارتون په کتو سره وکولای شوو چې دې ته بازارموندنه هم وشي، زموږ دا نندارتون درې ورځې دوام کوي، دا به انشاالله تر پنجشنبې ورځې پورې وي چې ټول خلک راشي او وګوري چې موږ څنګه محصولات لرو او بايد چې ترینه استفاده وکړي. اميداواره يم چې دغې برخې ته توجه وشي.))

د ننګرهار د کرنې رياست سرپرست ريس حبیب الله نذير په خپلو خبرو کې وويل چې د نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ يې له توليدي شرکتونو سره کافي اندازه مرسته کړې او په راتلونکي کې هم مرستو ته ژمن دي.

(( د زراعت ریاست ډیره توجه په دهقاني کوپراتيفونو متمرکزه ده. له کرنيزو شرکتونو سره د کارډيف د برنامو له مخې نه د چرګانو د فارمونو په برخه کې د فيډر فارمونو، هيچريو او د فيډ ميل په جوړولو کې مرستې شوي دي. د ايډيانيو دفتر له دوی سره د تبلیغاتو نه نيولې، تر قرضو ورکولو پورې مرستې شوي دی، شنبې خونې ورته جوړې شوي دي. هغه اتحاديي چې کمه سرمايه لري، له هغوی سره هم مرستې کيږي.))

دغې نندارتون ته په سلګونه تنه نندارچيان هم ورغلي و، يو تن چې د خپل هيواد زيات شمير توليدات يې ننداره کړي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زما نوم احمد سليم دی او د جلال اباد ښار اوسيدونکي يم. واقعاٌ ډير ښه نندارتون پرانستل شوی دی. په دې نندارتون کې چې کوم کرنيز تولیدات وښودل شول، واقعاٌ زما د خوښې وړ وګرځيدل. هر هيوادوال او د دې ښار اوسيدونکي بايد خپلو داخلي تولیداتو ته ترجيح ورکړي او خپل اقتصاد پیاوړي کړي.))

د کرنې رياست چارواکي وايي چې په کرنيزه برخه کې چې کوم شرکتونه يا اتحادیې پانګه اچونه کوي، ۵۱ سلنه ونډه په کې خپله اخلي او د پاتې ۴۹ سلنې لپاره ورسره یا دولت پخپله او یا هم له مرستندویه نړیوالو ادارو څخه مرسته جليږي.

XS
SM
MD
LG