د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې خېبر دویم عملیات دوام لري


دغه عملیات د تیرا په کوکي خیلو، سپاه او اکا خیلو کې پیل شوي دي چېري چې وسلوال په اسانه افغانستان ته ځی راځي.

په دې وروستو کې د خېبرایجنسۍ په لیرې پرته سیمه تیرا کې لشکر اسلام او جماعت الاحرار وسلوالې ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای د پاکستان امنیتي ځواکونو پرضد د جګړې اعلان وکړ، او دلته امنیتي ځواکونو د مارچ په وړومبۍ ورځو کې د خېبر دویم په نامه د دغو وسلوالو ډلو پرضد عملیات پیل کړل.

د پاکستاني پوځ د ادعاو له مخې چې دوی په اول ځل د تیرا کوکي خېلو په طرف له لویې توپخانې او سپکو او درنو وسلو سره پیش قدمي وکړه او ورننوتل او له جیټ الوتکو یې د دوی پر مرکزونو هوایي بریدونه پیل کړل. او په دې تېره اونۍ کې د تیرا کوکې خیلو په غریزه سیمه کې سخته دوه طرفه زمکنۍ جګړه وشوه او دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله واوړېدله.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار یو چارواکي ادعا کوي چې «تر اوسه پوځ د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان څه د پاسه یو نیم سل غړي وژلي دي او په دې جګړا کې تر اوسه یوازې اووه امنیتي سرتیري وژل شوي او یولس ژوبل دي، او دلته مو عملیات ډېر په کامیابۍ سره روان دي، او افغان پولې ته نزدې مهم ځایونه مو تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي«

خو بیا په سیمه کې د لشکر اسلام وسلواله ډله وایی چې «موږ هم پوځ ته ډیر زیانونه اړولي دي، او دومره زیان مو نه دې شوې لکه د څومره چې پوځ ادعا کوي»

دا چې په تېرا کوکي خیلو کې د وسلوالو ډلو پرضد دا عملیات څومره موثره دي؟ په دې اړه د سیمې د چارو کارپوهه ډاکټر خادم حسېن مشال راډیو ته وایي، چې

« که هلته د هغو ډلو پرضد کاروایي شوې وي چې له اېسټبلشمېنټ سره د نزدېکت تور پرې لګېږي، او په دا وروستو کې چې هلته وسلوالو ډلو کوم اتحاد کړی دی او که د هغوی پرضد عملیات شوي وي او د هغوی د تګ راتګ لارې تړل شوې وي او د تربیت مرکزونه یې وران شوي وي نو بیا ویلی شو چې دا موثره عملیات دي او که داسې نه وي نو بیا دې ته موثره عملیات نشو ویلی»

د تیرا کوکي خیلو سیمه په دوه زره او دولسم کې وسلوالوطالبانو تر خپل واک لاندې کړې وه او هلته نه زیاتره خلک جمرود ته کډه شول.

په تیرا کوکي خیلو کې زیاتره خالي کورونه وسلوال کاروي، او هلته چې د څاروو کومه منډي لګېږي په هغه کې تر اوسه یوازې وسلوال سوداګانې کوي،او په دې سیمه د یرغل په وخت تیار غنم، ګړدې، چرس، اپیوم او د کورونو سامانونه هم لوټل شوي دي.

له تیرا کوکي خېلو یو بې کوره کړل شوی تن بادشاه ګل وایي:

«په تیرا کې چې پوځ د وسلوالو پرضد جګړه پیل کړې ده نو موږ ورته خوشاله یو او غواړو چې سیمه مو له وسلوالو پاکه کړل شي او زر تر زره خپلو کورونو ته ستانه شو، موږ په سر کې د وسلوالو پرضد مزاحمت وکړ خو وسایل راسره نه ول نو ځکه مو ورته خپله سیمه پرېښوده او ډک کورونه رانه پاتې شول او اوس دلته په جمرود کې د کډوالۍ ژوند تېروو او له یو شمېر ستونځو سره مخامخ یو»

د سیمې د چارو یو بل پوهه ریټایرډ بریګېډیېر سعد محمد خان وایي:

« په خېبر کې د منځنۍ کچې عملیات روان دي او د شمالی وزیرستان د عملیاتو په څېر پراخ نه دي خو پوځ غواړي چې افغان پولې ته څېرمه مهمې سیمې له وسلوالو پاکې کړي، ځکه چې له دې سیمو وسلوالو په پېښور او د پاکستان په نورو برخو کې بریدونه کول«

یاده دې وی چې د تیرا میدان برخه او د باړې تحصیل په مکمله توګه له وسلوالو پاک کړل شوی دی او دلته د حکومت عملداری قایمه شوې ده، او تیرا میدان ته ټولې قبیلې ستنې شوي دي او باړې ته یوازې د اکا خیلو قبیلې ستنیدل پیل شوي دي،

او دوسلوالو نه پاکو کړې شوو سیمو کې امن لښکرونه او ځینې حکومت پلوه وسلوالې ډلې هم ختمې کړې شوي دي او په قامي سریشتو یا تړون کې بدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG