د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتيا پوره دفاع کوو


پاکستان په داسې حال کې د سعودي د ځکمنۍ بشپړتيا د ساتنې هيله څرګنده کړې چې د سعودي عربستان او د منځني ختيځ د ځينو نورو عرب هېوادونو هوايي ځواک په يمن کې د حوثي شيعه ياغيانو پرضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

پاکستان وايي، د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به له دغه هېواد سره هر ډول مرسته وکړي او دې هېواد ته ورپېښو ګواښونو ته به کلک ځواب ووايي.

د پاکستان حکومت دا پريکړه د پنجشبې په ورځ ناوخته د دې هېواد په پايتخت اسلام اباد کې د صدراعظم نواز شريف په مشرۍ د سياسي او پوځي مشرانو تر يوې بېړنۍ غونډې وروسته کړې چې پر نواز شريف سربېره په کې د پاکستان د ځمکني، هوايي او بحري ځواکونو مشرانو هم برخه لرله.

پاکستان دا پريکړه تر هغې وروسته کړې چې د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم ويلي وو چې سعودي عربستان له پاکستانه په بېړني ډول غوښتي چې په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو پرخلاف په جګړه کې ورسره برخه واخلي.

پاکستان په داسې حال کې د سعودي د ځکمنۍ بشپړتيا د ساتنې هيله څرګنده کړې چې د سعودي عربستان او د منځني ختيځ د ځينو نورو عرب هېوادونو هوايي ځواک په يمن کې د حوثي شيعه ياغيانو پرضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف چې په دغه غونډه کې يې برخه لرله؛ تر غونډې وروسته د پاکستان له دولتي ټلويزيون سره په خبرو کې وويل چې پاکستان د سعودي عربستان په ګډون د منځني ختيځ له عربي هېوادونو سره نزدې او د ورورولۍ اړيکي او د دغو هېوادونو امنيت او سياسي ټيکاو ته درناوى لري.

هغه ددغې بېړنۍ غونډې د ايجنډا او پريکړو په اړه زياته کړه:

"موږه په نننۍ اوږدې غونډې کې په دې خبره بحث وکړ چې که چيرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته هر ډول ګواښ پيښېږي؛ نو پاکستان به يې کلک ځواب ورکړي او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنه کې به هر ډول مرسته وکړي."

خواجه اصف زياته کړه چې د جمعې په ورځ به د پاکستان يو جګپوړى سياسي او پوځي پلاوى د سعودي عربستان سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکيو سره به په يمن کې د ياغيانو پرضد په روانو پوځي عملياتو او همداراز په ځينو نورو مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د نوموړي په خبره، دغه جګپوړى پاکستانى پلاوى به په خپل سفر کې دا ارزونه وکړي، چې د سعودي عربستان اړتياوې څه دي او پاکستان په کوم ډول د سعودي عربستان مرسته او غوښتنې پرځاى کولاى شي؟

د يادونې وړ ده، چې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد په پيل شويو عملياتو کې؛ پر سعودي عربستان سربېره، قطر، کويت، بحرين او متحده عرب امارات هم برخه لري او د دې ترڅنګ د امريکا متحده ايالاتو د دغو ياغيانو په ضد له دغه اېتلاف سره د استخباراتي معلوماتو شريکولو او لوژستيکي مرستې اعلان هم کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG