د لاسرسي ځای

تازه خبر

څه کم درې نیم لاکه افغان کډوال راجسټر کړل شوي دي


د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م دیسېمبر په ارمي پبليک اسکول له حملې روستو پوځ، حکومت او سياسي ګوندونو په ګډه د ترهه ګرئ پر ضد قامي تګلاره جوړه کړې وه چې روستو له قامي اسمبلۍ او سېنېټه منظور کړل شوه

په اسلام ابادکې سرکاري خبري ايجنسۍ پاکستان ايسوسيېټېډ پرېس د وفاقي حکومت له خلې وايي، چې قانون نافذوونكو ادارو تر قامي کړنلارې لاندې په هېواد كې د 28461 كاروايانو په ترڅ کې 31644 کسان یې نیولي دي او دا ډول یې د پروسږ کال له ۲۴ م دیسېمبره تر دې دمه څه کم درې نيم لکه افغان كډوال هم راجسټر كړي دي چې پكې 18604 بيرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

اې پي پي وايي، د سركاري شمېرو ترمخه تر دې دمه امنيتي ادارو پنجاب كې 2766 ٬ سیند 6303 ٬ خېبر پښتونخوا كې 18123 ٬ بلوچستان كې 3472 ٬ اسلام آباد كې 762 ٬ آزاد كشمير كې 9 ٬ ګلګت بلتستان څخه 30 او قبائلي سيمو څخه 179 كسان نيولی او دا رنګامنيتي ځواكونو پهپنجاب كې 14613 ٬ سندھ كې 5438 ٬ خېبر پښتونخوا كې 6367٬ بلوچستان كې 73 ٬ اسلام آباد كې 405 ٬ آزاد كشمير كې 1394 ٬ ګلګت بلتستان كې 80 اوپه فاټا كې 91 عمليات كړي۔ چې پکې په ځينو عملياتو كې 66 وسلوال وژلي شوي او همداراز40 مجرمان په دار ځړول شوي دي چې پكې له پنجاب 21 ٬ له سنده 8 ٬ له خېبر پښتونخوا 1 او له بلوچستان 2 شامل دي.

د دې ترڅنګد لاوډ سپيكر په غلط استعمال امنيتي ادارو 4227 كسان نيولي چې په كې د پنجاب څخه 1469 لاوډ سپيكرې هم قبضه كړې شوي ۔اود اړي ګړي خپرونكو موادو په وېش او وېنا ګانو 862 مقدمې درج كړې شوي چې پکې891 كسان نيولي شوي او 70 دكانونه سېل كړې شوي دي.

د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م دیسېمبر په ارمي پبليک اسکول له حملې روستو پوځ، حکومت او سياسي ګوندونو په ګډه د ترهه ګرئ پر ضد قامي تګلاره جوړه کړې وه چې روستو له قامي اسمبلۍ او سېنېټه منظور کړل شوه.

XS
SM
MD
LG