د لاسرسي ځای

تازه خبر

له یمنه سلګونه پاکستانیان هیواد ته ستنیږي


د پاکستان د وزیر اعظم صلاح کار سرتاج عزیز
د پاکستان د وزیر اعظم صلاح کار سرتاج عزیز

د پاکستان حکومت په یمن کې د مېشتو پاکستانیانو د خوندي راویستلو لپاره د چټکو ګامونو د پورته کولو هوډ ښکاره کړی دی.

د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز وايي : د یمن په پلاز مېنه صنعا کې د مېشتو شپږو سوو پاکستانیانو یوه قافله الحدیده ښار ته رسیدلې ده. نوموړی وايي دوی د دغو خلکو په خوندي ډول پاکستان ته د رسولو لپاره لارې لټوي.

سرتاج عزیز چې د مشال راډیو سره یې خبرې کولې دایې هم وویل چې په یمن کې درې زره پاکستانیان مېشت دي چې له منځ نه یې زر ته خپل هیواد ته ستنېدل غواړي. نوموړي زیاته کړه :

(( په ختیز یمن کې مېشت پاکستانیان وايي هلته حالات خوندي دي. که هلته تاوتریخوالی ولیدل شو نو موږ د هغوی عمان ته د ویستلو غم خوړلی دی. خو په عدن کې د مېشتو پاکستانیانو د ویستلو لړۍ روانه ده ، ځکه چې هلته حالات ښه نه دي. ))

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خالي په ورځ وویل چې له یمنه د پاکستانیانو د راویستلو لپاره یې دوه سمندري بیړۍ او یو هوايي جهاز یمن ته استولي دي.

ددې ترڅنګ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف هم پرون چارواکو ته امر کړی و چې په يمن کې د مېشتو پاکستانيانو په حفاظت سره بيرته خپل هيواد ته د ستنولو چارې دې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG