د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې ۱۵ وسله وال وژل شوي


پاکستاني سرتیري او د امن لښکر یو غړی په خیبر ایجنسۍ کې
پاکستاني سرتیري او د امن لښکر یو غړی په خیبر ایجنسۍ کې

د پاکستان پوځ افغان پولې ته نږدې په خیبر ایجنسۍ کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د خیبر ایجنسۍ د تیرا په غرئیزه سیمه مستک کې د وسله والو په یو ټولي پوځ په برید کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د اعلامیې ترمخه د وسله والو لخوا په ډزو کې درې پاکستاني سرتیري هم ژوبل شوي دي.

د ازادو سرچینو لخوا د پوځ او وسله والو ترمنځ د تازه جګړې او تلفاتو پخلی نه دی شوی، ځکه چې حکومت ازاد خبریالان سیمې ته نه پریږدي.

د پاکستان پوځ په یاده سيمه کې له تېر کال راهېسي د وسلوالو پرضد عمليات پيل کړي دي.

د پوځ په خبره په دغو عملياتو کې يې تراوسه ۱۲۰۰ نه زيات وسلوال وژلي دي. بلخوا د لشکر اسلام وسلوالې ډلې يو ویاند صلاح الدین ایوبي د پوځ دغه ادعاوې رد کړي دي.

له خیبر ایجنسۍ بې کوره شوي خلک
له خیبر ایجنسۍ بې کوره شوي خلک

په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو پرضد د پوځ عملیاتو زرګونه کورنۍ هم اړ ویستلي چې خپله سیمه پریږدي او د پېښور په خواوشا کې په خوندي سیمو کې استوګنه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG