د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د مکتبونو څوکیدارانو ته د وسلو استعمالولو چل ښودل کیږي


فایل فوټو
فایل فوټو

دخیبر پښتونخوا د سوات په سکولونو کې امنیتي سرتیري د سکولونو ساتونکیو ته د وسلو د چلولو لارې ښايي، څو دوی د ضرورت په وخت کې وسلې استعمال او ځانونه او د سکول ماشومان وژغورلی شي.

د سوات په کانجو ټاون شپ کې د دوو زرو سکولونو څوکیدارانو ، ته ځايي پولیس د وسلو د چلولو روزنه ورکوي.

د سکولونو څوکیداران وايي دوی ته ورکړل شوې روزنه ګټوره وه. د سمیع الله په نوم یو تن مشال راډیو ته وویل :

(( زه په سر بانډه سکول کې وظیفه لرم. اوس دلته ټریننګ ته راغلي یو. دوی راته د ټوپکو چلولو چل راوښود. موږ پخوا ټوپکې لیدلې وې، خو استعمال کړې مو نه وې، اوس راته دوی د ډزو کولو چل راوښود. اوس به انشا الله مقابله کولی شو. ))

د باچا وس خان په نوم یو بل کس هم د سوات په یو پرایمري سکول کې ملازم دی، هغه وايي :

(( دې ټریننګ سره زموږ پوره تجربه وشوه. موږ د امنیتي ادارو ډیره مننه کوو چې راته یې دا موقع برابره کړه. دا به زموږ پکار راشي، ځکه چې ترهګرۍ زموږ ډیري سکولونه ځپلي دي. ))

خو د سوات د سکولونو د څوکیدارو د ټولنې مشر سید خطاب وايي، په هر سکول کې یو څوکیدار کار کوي او څلورویشت ساعته باید کار وکړي، نو دا کله ممکنه ده ، چې هغه به خپله دنده په سمه توګه پرمخ وړي.

(( مونږ ددې ټریننګ نه مطمین یو ، خو د خپلو حکومتي ادارو نه مطمین نه یو . ځکه چې موږ دا ټوپک غاړې ته اچولی، زموږ سکولونو کې یو یو څوکیدار وي، ده ته وايي چې ته به هم د ورځې کار کوې او هم د شپې. موږ د حکومت نه دا غوښتنه کوو چې سکولونو ته دې دویم څوکیدار هم مقرر کړي. ))

د سوات د پولیسو مشر DPO سلیم مروت بیا وايي په سیمه کې پوځ او پولیس هم موجود دي، نو د سکولونو ملازمین دې په ډاډه توګه خپلې دندې پرمخ وړي.

(( چې د کومو سکولونو وسایل کم دي، موږ ته یې احساس شته، خو موږ به انشا الله په همدغو وسایلو ددې سکولونو حفاظت کوو. د څوکیدار ترڅنګ په سکولونو کې د حفاظت لپاره د موبایل امنیتی سیسټم SOS هم فعاله دی. پولیس، پوځ او فرنټیر کور هم د سکولونو د حفاظت لپاره ویښ بیدار حالت کې ناست وي. ))

دسوات پولیس وايي دوی تر دې دمه یو نیم زر کسانو ته د وسلو د چلولو او مرمت کولو لارې ښودلې دي او نورو څوکیدارو ته هم د روزنې ورکولو لړۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG