د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټریلیا د کرکټ نړیوال جام وګټلو


Cricket World Cup 2015 Trophy
Cricket World Cup 2015 Trophy

د کرکټ د نړيوال کپ په فائنل لوبه کې اسټریلیا نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه . نيوزيلينډ لوبډلې چې ټاس ګټلی او اسټریلیا ته یې د یو سل او څلور اتیا رنزونو هدف ورکړی و په ځواب کې اسټریلیا په څلور دیرشم اور کې د اوو وکټو سره لوبه وګټله. د کرکټ په تاریخ کې دا پنځم ځل دی چې اسټریلیا د کرکټ نړیوال کپ ګټي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پښتون لوبغاړي یاسر حمید مشال راډیو ته وویل اسټریلیا د خپلې کورنۍ لوبغالې نه پوره ګټه پورته کړه :

(( زه د لوبې د پیلیدو نه اول پوهیدم چې د اسټریلیا د ګټلو چانسونه اویا په سلو او د نیوزيلینډ دیرش په سلو کې دي، ځکه چې اسټریلیا په خاوره کې تل د کرکټ ښه لوبه کوي. که دا لوبه په اکلینډ کې ترسره شوې وای نو ښايي پایله به یې بل ډول وه. ))

یاسر حمید زیاتوي د نیوزيلینډ لوبډلې لخوا اسټریلیا ته د ۱۸۴ رنزونو هدف ډیر کم و، او هغوی دا په اسانه پوره کړو.

(( تاسو ته معلومه ده، د اسټریلیا د بیټنګ لاین څومره مظبوط دی، نو دوی ته د ۱۸۴ منډو هدف هیڅ هم نه و. دوی له لږ تر لږه ۲۷۰ منډې هدف ټاکل پکار وو.))

په سږني کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان په ګډون ګڼ شمېر نور ټیمونه هم چې لوبه یې وکړه خو ښه یې ونه کړه ځکه خو څوک لږ مخکې او څوک لږ وروسته د نړیوال جام نه بهر شول. پوښتنه داده چې پاکستان او افغانستان ولې ښه لوبه ونکړای شوه. اسټریلیا داسې څه مثبت پواینټونه لري چې پاکستان او افغانستان یې نه لري. ددې پوښتنې په ځواب کې پاکستانی کرکټر یاسر حمید وايي :

(( د اسټریلیا او نیوزیلینډ سره د خپلو کورنیو لوبغالو ګټه هم وه. خو دغه دواړه ټیمونه ډیر زیات مسلکي هم دي او د کرکټ لپاره پوره چمتوالی یې لرلو. ))

خو د هم دې پوښتنې په ځواب کې یو پښتون سپورټس خبریال رحیم شا بیا وايي :

(( زه د افغانستان د ټیم نه زیات مطمین یم. زه ګڼم چې که دوی ته لږې نورې موقعې په نړیوالو لوبو کې ورکړل شي، د دوی بالینګ ډیر ښه دی او که په بیټنګ کې هم لږه ډیره خواري وکړي، نو دوی مخکې تلی شي. ))

رحیم شا وړاندوینه کوي چې که په افغانستان کې د کرکټ سره همداسې د خلکو مینه وه ، نو په راتلونکو لسو دولسو کلونو کې به د کرکټ نړیوال جام کابل ته ضرور په لاس ورځي.

رحیم شا همداراز وايي چې د پاکستان ټیم هم یو تکړه ټیم دی او په راتلونکو کلونو کې نوره ښه ځلیدلی شي، خو که د کرکټ بورډ لانجې ختمې شي او د لوبغاړو روزلو ته زیاته پاملرنه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG