د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لسګونه نجونو د قابله ګۍ سندونه ترلاسه کړل


جلال اباد کې لسګونو نجونو د قابله ګۍ سندونه ترلاه کړل
جلال اباد کې لسګونو نجونو د قابله ګۍ سندونه ترلاه کړل

په ننګرهار کې ۵۵ نجونو د قابله ګۍ او نرسنګ دوه کلنه روزنه بشپړه کړه او له عملي زده کړو وروسته د فراغت سندونه یې واخیستل.

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې فارغې شوې نجونې به د بیلابیلو ولسواليو په کلینیکونو کې په کار ګمارل کيږي چې له امله به يې د مور او ماشوم په مړینې کې د پام وړ کمی راشي.

د قابله ګۍ او نرسنګ نه د نجونو د فراغت دا غونډه د شنبې په ورځ د ننګرهار شاهۍ ماڼۍ کې تر سره شوه چې په کې پينځه پنځوست نجونو ته سندونه ورکړل شول.

د ننګرهار د عامې روغتیا مرستياله ډاکټر مقدسه معراج وايي چې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې به د ختيځ زون په بیلابیلو ولسواليو کې په کار وګمارل شي.

(( ۵۵ قابله صاحبانې فارغيږي چې ۳۱ نجونې يې د ننګرهار ای ايچ ايس يا روغتیایي علومو له انستتیوت نه فارغې شوي او ۲۴ يې د غني خيلو د قابله ګۍ له ښوونځي څخه فارغې شوي. د غني خيلو له ښوونځي نه چې کوم خویندې فارغې شوي دوی به د ټولنې په کچه ځي او خپلو ضرورتمندانو خویندو ته به خدمات وړاندې کوي. او د ای ایچ ایس نه شاګردانې چې دي، په دوی کې د ښار سربيره، د ولسواليو او نورو ولایتونو څخه په کې هم شته دی چې دوی به ځي او د خپلو خویندو خدمت به کوي.))

د نرسنګ او قابله ګۍ له کورسونو څخه فارغې شوې نجونې وايي چې له خپلو زده کړو په بنیاد به د خپلو خویندو خدمت وکړي څو وتوانيږي چې د مور او ماشوم د مړينې په کچې کې کموالی راولي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( زما نوم مریم دی، دوه کاله مې د قابله ګۍ په برخه کې زده کړې کړي، زه غواړم چې په خپله ولسوالۍ او یا هم هر چيرته چې وي،خویندو ته د خدمت مصدر وګرځم. تر څو په دې وتوانيږو چې د مور او ماشوم د مړينې کچه کمې شي.))


(( سبا رضا ملکزۍ یم، د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ اوسيدونکي. د غني خيلو د قابله ګۍ له ښوونځي څخه مو دوه کاله زده کړي کړي. څه چې يې موږ ته راښودلي، هڅه مو کړې چې په دې دوه کلونو کې يې زده کړو. اوس غواړو چې خپل ولس ته خدمت وکړو.))

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې د تيرو لسو کلونو په دوران د نړيوالو روغتيايي موسسو په مرسته د روغتيايي علومو له انستتیوت نه ۲۵۸۰ تنه نجونې او میرمنې په روغتيايي برخه کې روزلي چې ۵۳۲ يې د نرسنګ له برخې او ۳۷۲ يې د قابله ګې په برخه کې روزلي او د ختيځ زون په بیلابیلو کلینيکونو کې يې په کار ګمارلي دي.

د روغتيا د چارواکو په وینا يوه لسیزه وړاندې د يو لک امیداوارو میرمنو څخه په کال ۱۶۰۰ د ولادت په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکولو خو د نرسانو او قابله ګانو په روزلو سره د ولادت په وخت کې د میرمنو د مړينې دا کچه ۳۲۷ ته راټيټه شوې ده

XS
SM
MD
LG