د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نایجیریا ټولټاکنې محمد بوهاري وګټلې


محمد بوهاري
محمد بوهاري

د محمد بوهاري په دې کامیابۍ سره په نایجیریا کې د خلکو ډیموکراټیک جمهوریت گوند ١٦ کلنه واکمني پای ته رسېږي.

د نایجیریا ولسمشر ګوډلک جانتن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او په دې توګه د هغه سیال جنرال محمد بوهاري د نایجیریا ولسمشر شو.

د سېشنبې پر ورځ، ښاغلي جانتن د نایجېریا له ولسه د نوي مشر په ټاکلو مننه وکړه.

ګوډلک جانتن وویل چې د آزادو او عادلانه انتخاباتو په تر سره کولو یې خپله ژمنه ترسره کړه.

په دې انتخاباتو کې محمد بوهاري د نایجیریا نوی ولسمشر وټاکل شو.

د انتخاباتو رسمي نتیجې ښيي چې ښاغلي بوهاري د نایجیریا له ٣٦ ایالتونو په ډېری هغو کې رایې گټلې دي او د ټول ملت په سطح یې تر ښاغلي جانتن دوه میلیونه زیاتې رایې وړي دي.

د ښاغلي بوهاري په دې کامیابۍ سره په نایجیریا کې د خلکو ډیموکراټیک جمهوریت گوند ١٦ کلنه واکمني پای ته رسېږي.

ښاغلی بوهاري ٧٢ کلن دی او کله چې د ١٩٨٣ کال د ډیسیمبر په میاشت کې پوځي چارواکو منصبانو په یوه کودتاه کې قدرت تر لاسه کړ هغه ٢٠ میاشتې د نایجیریا پوځي واکمن و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG