د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تيلو نرخونه بیا وختل


د حکومت په دې فيصله د ولس وينا ده چې حکومت لږه موده وړاندې د تيلو په نرخونو کې کمی کړی و بايد چې دغه نرخونه یې پرځای ساتلي وی.

وفاقي حکومت د پيټرولو او لوړ رفتارو ډيزلو نرخونو جګولو پرېکړه کړې ده خو وايي، چې د خاورو تېل او هوسا ډيزلو نرخونه به پرځای ولاړ وي.

په اسلام آباد کې د نهې په ماسخوتن حکومت د تېلو نرخونو لوړولو اعلامیه «نوټيفيکېشن» جاري کړې چې پکې ويل شوي، د اوګرا په مشوره یې د تيلو بیو کې د لږ او ډېر بدلون فيصله کړې ده.

د تيلو نرخونو زياتولو په لړ کې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې اوګرا اداره په پاکستان کې د تېلو نرخونه ټاکي او د نوو نرخونو په باب یې اوګرا ته وړاندیز کړی وو چې د تېلو اصل نرخونه دا پکار دي نو ځکه حکومت دا پرېکړه وکړه چې د پيټرولو په نرخ کې ٤ روپۍ او لوړ رفتارو ډيزلو په نرخ کې ٣ روپۍ اضافه وکړي.

د نوموړي په خبره: «پيټرول د ٧٠ اويا روپو ٢٩ پيسو نه په څلور روپئ زياتولو ٧٤ اويا روپئ او ٢٩ پيسو ته ورسول شو کوم چې اوګرا ويلي وو نو په دې کې يواځې څلور روپئ اضافه وکړل شوه. اصل خبره دا ده چې اوګرا موږ ته ويلي وو چې د تيلو په نرخونو کې څۀ لږ ډير بدلون پکار دى چې دا رنګ د تيلو نرخونه اصل نرخونو ته ورسي، نو ځکه موږ د نن نه د تيلو په نرخونو کې لږ ډير بدلون وکړو خو د دې سره سره حکومت دا فيصله هم کړيده چې د خاورو د تيلو او د سپکو ډيزلو په نرخ کې به اضافه نه کوي»

د حکومت په دې فيصله د ولس وينا ده چې حکومت يو څه موده وړاندې د تيلو په نرخونو کې د کمي اعلان کړې وو د کومې چې په سم ډول ولس ته ګټه نه وه رسسيدلې او سمدستي ئ بيا د نرخونو زياتولو اعلان وکړ. له مشال راډيو سره خبرو کې يو تن وويل ((( زما نوم اشرف دى، ټول زور یې تر غريب وځي ځکه چې له دې سره به په کرايو اثر پرېوځي په نورو نرخونو به اثر پرېوځي نو دا د حکومت نااهلي ده او دا فيصله د غريبانو لپاره د تکليف وړ ده، پکار ده چې حکومت دا فيصله بيرته واخلي او تېل په هغه زړو نرخ کړي»

يو بل کس ګوهر رحمان هم په دې اړه مشال راډيو ته وويل ((( دا يواځې د ګاډو خبره نه وي له دې سره د ګاډو کرايه هم سيوا کيږي او د دې نه موږ ته نورې د دنيا مسلې جوړيږي او دا د ولس تباهي ده نن سبا زموږ څلور پينځه سوه روپۍ ديهاړي ده نو په دې کې به موږ څۀ کوو ؟؟ )))

يو بل تن چې هادي محمد نوميږي مشال راډيو ته وويل (( حکومت هغه فيصلې کوي چې پکې ولس ته تکليف رسي، ځکه چې اوس د تيلو د نرخونو زياتيدو سره به هر څيز ګران شي چينې غوړي تيل سبزي ،، او بله دا مسله ده دلته پاکستان کې چې تيل پينځه روپئ ګران شي کرايه ورسره شل روپئ اوچته شي نو پکار ده چې حکومت د ولس په حال رحم وکړي )))

د ذکر ده چې د روان کال په جنورئ کې په لمړي ځل حکومت د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د څوارلس روپو او څوارلس پيسو پورې د کمي اعلان کړې وو خو د ولس په وينا چې حکومت د دغه کمي خواږه ولس ته له نه وو رسولي او د تيلو نرخونه یې زيات کړل.

XS
SM
MD
LG