د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنې۵۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


نن پنجشنبه د سهار په نيږدې لسو بجو په خوست ښار کې په لاريون کوونکو چاودنه وشوه، چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

نن پنجشنبه د سهار په نيږدې لسو بجو په خوست ښار کې په لاريون کوونکو چاودنه وشوه، چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د خوست د سرپرست والي وياند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وويل، چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي،چې په دې کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

ښاغلی ځدراڼ وايي، چې په ټپيانو کې د ولسي جرګې استازی همايون همايون هم ټپي شوی دی.

ياد لاريونونه او مدني حرکتونه له تېرې شنبې ورځې راهيسې په خوست کې د سرپرست والي نعيمي او يو شمېر نورو چارواکو پر ضد،چې لاريون کوونکي يې په فساد تورنوي پيل شوي دي.

په دې چاودنه کې د ګڼې مرګ ژوبلې تر څنګ په ولسي جرګه کې د دفاعي کميسيون ريس او د خوست د خلکو استازی همايون همايون هم ټپي شوی دی.

د پيښې يو تن عيني شاهد مشال راډيو ته وويل، چې کله ښاغلی همايون همايون د لاريون کوونکو له ډلې سره يو ځای شو چاودنه رامنځته شوه.

همدارنګه د پيښې په ځای کې د خوست د ځينو کشفي ادارو مسؤلينو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل، چې د دوی لومړنيو تحقيقاتو نه جوتيږي، چې دا یو ځانمرګی بريد وو.

د ملي اردو يو سرتيری، چې د امبولانس موټر سره په څنګ کې ولاړ وو، وويل، چې دوی په پنځو امبولانسونو کې د پېښې مړي او ټپيان وليږدول.

په لاريونوالو،چې ډېری يې معلولين او معيوبين وو، غوښتل په خوست ښار کې تر لنډ لاريون وروسته د خوست په ملي لوبغالي کې د لاريون کوونکو د سترې ډلې سره يو ځای شي.

غير رسمي سرچينې وايي، چې دا مهال د ولسي جرګې استازي همايون همايون روغتيايي حالت ښه دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG