د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يمن په صورتحال د پارلمان ګډ اجلاس پر ٦ اپريل رابللو فيصله


په خبرپاڼه کې زياته کړل شوې ده چې غونډې ته د نواز شريف وينا وه که د سعودي عرب سلامتۍ ته څه قسمه خطره راولاړه شوه نو پاکستان به د هغې سخت ځواب ورکوي.

پاکستان حکومت د يمن پر صورتحال د غور لپاره د پارلمان ګډ اجلاس د روانې مياشتې په ٦ نېټه رابللی دی او وايي د يمن په حقله به هره فيصله د ولسي خواهشاتو مطابق کوي.

لهوزيراعظم هاوس لخوا جاري شوي خبرپانړه کې وويلې شويدي چې نن د زيارت په ورځ د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د مينځي ختيز په صورتحال د غور لپاره د اعلا کچې يوه غونډه وشوه چې پکې د دفاع وزير خواجه آصف، د وزيراعظم د خارجه چاروسلا کار سرتاج عزيز، او د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار پرته پوځي مشران هم موجود ول.

په خبرپاڼه کې وويلې شوي دي چې وزيراعظم نواز شريف يمن کې د غير رياستي عناصرو په کارروايانو خپګان ښودلی او په ټولو ډلو يې د مسلې پرامنه حل لټولو غږ وکړو او زياته يې کړه چې بعضې خلک په يمن کې اییني حکومت راغورځول غواړي.

په خبرپاڼه کې زياته کړل شوې ده چې غونډې ته د نواز شريف وينا وه که د سعودي عرب سلامتۍ ته څه قسمه خطره راولاړه شوه نو پاکستان به د هغې سخت ځواب ورکوي.

د يادونې ده چې د دفاع وزير خواجه آصف په مشرۍ کې د پاکستان په سياسي او پوځي چارواکو مشتمله يوه ډله د تيرې نهې په ورځ سعودي عرب ته تللې وه چرته چې يي د ياد ملک د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان سره په ملاقات کې په يمن کې د حوثي یاغيانو پرضد روانو کارروايانو پحقله خبرې کړې وې.

بلخوا سعودي ميډيا د ملک د دفاع وزارت د ترجمان لخوا وايي چې پاکستان نه ورغلې ډلې ته یې د حوثي یاغيانو پرضد اتحاد کې د شامليدو پيشکش کړی دی او په دې لړ کې به پاکستان خپل پوځ سعودي عرب ته لېږي.

خو د پاکستان د خارجه دفتر ترجمانه تسنيم اسلم پاکستاني مطبوعاتو ته وويل چې تر دې دمه حکومت سعودي عرب ته د پوځ ليږلو څه فيصله نه ده کړې.

د دې ترڅنګه د پاکستان وزيراعظم نواز شريف به د يمن په بحران د مشاورت لپاره د اسلامي ملکونو دورې کوي د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې دې لړ کې وزيراعظم نواز شريف د مختلفو اسلامي ملکونو د مشرانو سره په رابطه کې دي.

د يادونې ده چې تيره ورځ د پخواني صدر آصف علي زرداري په مشرۍ کې د اپوزيشن ګوندونو يوه غونډه هم شوې وه چې پکې د حکومت نه غوښتنه وکړې شوه چې د يمن په مسله دې ټول ګونديز کنفرنس سره سره د پارلمان ګډ اجلاس راوبللې شي او قام دې په اعتماد کې واخلي.

XS
SM
MD
LG