د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د سعودي عربستان ساتنه پر پاکستان پور ده "


د پاکستان د دفاع وزیر خواجا اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجا اصف


د پاکستان د دفاع وزيرخواجه آصف وایي سعودي عربستان له پاکستانه څخه د فضائي او سمندري پوځي مرستو غوښتنه کړېده.

د دوشنبې په ورځ ، د پارليمان شريکې غونډې ته د حکومتي کړنلارې د سپیناوي پرمهال د نوموړي وينا وه چې د يمن صورتحال اثر به په ټوله منطقه پرېوځي او ځکه پاکستان ددې مسئلې زر او پرامنه حل غواړي او هغه په هم دې موخه د ترکي سفر هم کړی دی. نوموړي زیاته کړه :

(( سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د یو والي لپاره تر ټولو ارزښتمن هیواد دی. که څه هم پاکستان غواړي چې سولې ته چانس ورکړل شي، او د یمن د شخړې یو سیاسي او سوله ایزه حل راووځي، خو یو وار بیا وایم چې د سعودي عربستان دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه پر پاکستان پور ده. ))

ده زياته کړه چې د يمن نه د پاکستانيانو واپسي د حکومت لومړۍ ترجیح ده او په دې لاره کې د سعودي عربستان او چين څخه مننه کوي چې ورته یې لارې هوارې کړي دي.

خواجه اصف په دې موقع وویل چې د سعودي عرب د سلامتۍ به پوره پوره دفاع کوي او دا چې سعودي عرب غوښتل چې د يمن جګړه کې ورسره د فضایي او سمندري ځواکونو مرستې وشي.

د نوموړي په خبره د يمن صورتحال کې به فيصله د اولسي خواهشاتو او پارليمان په مشوره او قومي مفادو مطابق کولی شي.

خواجه آصف دا هم وويل چې په اتم اپريل به د ايران خارجه وزير د پاکستان سفر کوي.

بل پلو د شريکې غونډې دوران مخالفې ډلې احتجاج وکړو . د دوي وينا وه چې وزيراعظم نواز شریف په دومره مهمه ورځ هم په ايوان کې موجود نه دی، نو ځکه دوی له غونډې ووځي.

د سعودي عربستان د غوښتنو په اړه د پارلیمان د غړو څرګندونې :

صاحبزاده طارق الله / جماعت اسلامي

د يمن په معامله د جانبدارۍ مظاهره نه دې کول پکار او چې کومه پيښه رامخې ته شوې ده نو موږ له پکې د يو ثالث کردار لوبول پکار دي.

مسرت احمد زیب / خپلواکه غړې

دا د دوو مسلمانو ملکونو ترمينځه جنګ دی او پاکستان دې د پوځ ليږلو پرځايې د يو ثالث کردار ولوبوي.

شاه جي ګل آفريدی / خپلواک غړی

حکومت دې سعودي عرب ته ضرور پوځ وليږي او تر څو چې د ثالثۍ خبره ده نو تر اوسه پاکستان ته چا د ثالث جوړيدو نه دي ويلي.

ستاره اياز / عوامي نیشنل ګوند

د پاکستان پوځ د کرايې پوځ نه دی چې هرچیرته به لیږل کیږي او حکومت دې يمن ته د پوځ د ليږلو نه ډډه وکړي.



XS
SM
MD
LG