د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت کې ۱۳ بلوڅ بیلتون غوښتونکي وژل شوي


په کویټه کې د ملیشه ځواکونو دفتر خبر ورکوي چې په بلوچ میشته سیمه تربت کې په عملیاتو کې ۱۳ بیلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي او یو شمیر نور ژوندي د حکومت لاسو ته ورغلي دي.

د دوشنبې په ورځ له یاد دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې په وژلو شویو کې د بلوچ لیبریشن فرنټ یو قوماندان حیات هم شامل دی او همدارنګه د ظریف په نوم یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی.

اعلامیه وايي د عملیاتو پرمهال له وسله والو څخه زیاته اندازه وسله هم نیول شوېده. چارواکي داهم وايي چې وژل شوي دیارلس واړه بلوڅ بیلتون غوښتونکي هماغه وو چې څو ورځې وړاندې یې په سیمه کې د سند او پنجاب سره تړاو لرونکي شل تنه مزدوران وژلي وو.

په اعلامیه کې د میجر جنرل شیر افګن له خولې ویل شوي چې دوی به د ولس د ژوند او مال د حفاظت لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي. او ولس به د ترهګرو په وړاندې بې وسه نه پریږدي.

د تیرخالي په شپه د تربت په ګوګدان سیمه کې بلوچ لیبریشن فرنټ په نوم یوې وسله والې ډلې شل تنه مزدوران په ډزو وژلي وو، چې په تعقیب یې حکومت په یاده سیمه کې عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG