د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د جرنیلانو پرضد دې پلټنې وشي "


بلوچستان : احتجاج کونکي
بلوچستان : احتجاج کونکي

په کویټه کې د ترۍ تم کړل شويو بلوڅو د کورنيو يو شمېر غړيو د هايي کورټ مخې ته احتجاجي ناسته کړې، او له پاکستاني عدالتونو يې غوښتنه کړې، چې د پاکستاني پوځ د هغو لوړپوړو چارواکو پر ضد دې پلټنې وشي، چې پرې د دوی د خپلو خپلوانو د ترۍ تم کېدو او وژل کېدو تور دی.

بلوڅ ملتپال،د سلګونو بلوڅو ځوانانو د وژلو او ترۍ تم کېدو تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کوي، خو هغوی يې دا تورونه ردوي.

د تری تم کړل شويو بلوڅو يو شمېر کورنيو د( ورکو بلوڅو لپاره غږ ) تر سيوري لاندې د بلوچستان هايي کورټ مخې ته د دوشنبې په ورځ احتجاجي ناسته کړې. د ورکو بلوڅو د کورنيو غړيو د پاکستان او بلوچستان له سترو محکمو څخه غوښتنه وکړه، چې ددوی ورک د کورنيو غړي دي راپيدا کړي، او د پاکستاني پوځ د هغو جنرالانو پر ضد دي پلټنې وشي، چې ددوي په خبره د بلوڅو په تری تم کولو، وژلو او د خراب شويو مړيو په غورځولو کې ککړ دي.

ددغه سازمان مشر نصرالله بلوڅ په دې احتجاجي ناسته کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: د ورکو بلوڅو په کېسونو کې د استخباراتو پرضد د ګواهۍ باوجود هیڅ فیصلې شوې نه دي.

(( موږ نن د بلوچستان هايي کورټ مخې ته ناست يو، او دا غوښتنه کوو، چې د ورکو بلوڅو په کېسونو باندې دي په عملي توګه کار وشي. ځکه چې په دې هايي کورټ چې د ورکو بلوڅو څومره هم کېسونه چلېدلي دي، هغه يې اکثره بې له څه فیصلې خارج کړي دي. حال دا چې په دې کېسونو کې د استخباراتو پر ضد شواهد هم راغلي، لیکن له هغه باوجود په عملي توګه هيڅ شوي نه دي ))

نصرالله بلوڅ وايي، د پاکستان له آيين سره سم ددغه هيواد هر وګړی برابر دی او هر هغه څوک چې کوم جرم کوي، له قانون سره سمه به سزا ورکول کېږي. خو دده په خبره د پاکستاني پوځ او استخباراتو هغو جنریلانو او کرنیلانو چې دده په خبره بلوڅ ځوانان يې تری تم کړي او وژلي دي، ولې ورته د پاکستان عدالتونه سزا نه ورکوي.

(( د پاکستان په آيين کې چې کوم څه لیکل شوي، د هغې له مخې قانون د هر چالپاره يو شان دی. هغه که کوم عام وګړی وي او يا هم کوم جنریل يا کرنیل وي. او که چېري دا جنریل يا کرنیل له قانون څخه سرغړونه کوي، نو د هغه لپاره هم قانون برابر دی. نو اوس زموږ غوښتنه دا ده، چې که چېري آيين د ټولو لپاره وي، نو بیا دې د هغو پرضد چې پرې تور دی، قانوني کار وشي . ))

د ویلو وړ ده چې له تېري يوې لسیزې راهیسې په بلوچستان کې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ ګڼ شمېر بلوڅ وګړي تری تم شوي او وروسته يې په مرميو سوري خراب شوي مړي موندل شوي دي. ( ورکو بلوڅو لپاره غږ ) او د انساني حقونو ډېری سازمانونه ددې کسانو د تری تم کېدو او وژل کېدو تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کوي، خو هغوي بیا تل دا تورونه ناسم بللي دي.

XS
SM
MD
LG