د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل: بهرني استخبارات دي په بلوچستان کې لاس نه وهي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شریف ویلي دي چې په بلوچستان کې دي بهرني استخبارات د ترهګرۍ پېښې بندي کړي.

کوټه: د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شریف ویلي دي چې په بلوچستان کې دي بهرني استخبارات د ترهګرۍ پېښې بندي کړي. دا خبري نوموړي د چارشنبې په ورځ په کوټه کې د لوړ پوړو چارواکو په يو غونډه کې کړې دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د ادارې - آيي ایس پي آر -له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال راحیل شریف د ملېشه ځواکونو په مرکزي دفتر کې د اعلی پايې د يوې غونډې مشري وکړه چې پکې د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي ، وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د پوځ د سهېلي کمانډ کمانډر جنرال ناصر خان جنجوعه هم ګډون درلود.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې غونډې ته د ملېشه ځواکونو مشر ميجر جنرال شیرافګن پر روانو حالاتو مالومات وړاندې کړل.

جنرال راحيل شریف دې غونډې ته په وينا کې وویل چې بهرني استخبارات په بلوچستان کې د لاس وهنې له لارې پاکستان نه شي کمزوری کولای.

که څه هم د ايي ایس پي آر له خوا په خپرې شوې دې خبرپاڼه کې د دې بهرنيو هيوادو نومونه نه دي په ګوته شوي خوتر دې وړاندې په بیا بیا د بلوچستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو په بلوچستان کې د ناامنۍ د پېښو او په خاصه توګه د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو د ملاتړ او مالي مرستې ترشا د هندوستان استخبارات بللي.

په دې وروستيو کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي هم په تربت سیمه کې د شلو مزدورانو د وژنې تر شا د هندي اسخباراتو د لاس پوڅو لاس بللی وو.

په کوټه کې مېشت خبریال او د کوټې د مطبوعاتي کلب مشر شهزاده ذوالفقار بیا وايي، دوي ته کله هم چارواکو داسې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي چې ګواکې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو ترشا د هند د استخباراتو لاس دی.

شهزاده ذوالفقار زیاتوي، کېدلای شي چې داسې شواهد د پاکستان له پوځ او چارواکو سره وي خو د ده په خبره دا هم ممکنه ده چې د پاکستان له خوا پر هندي استخباراتو دا يواځې تور وي، او په حقیقت کې هيڅ هم نه وي.

شهزاده ذوالفقار ، د يوه خبریال په حیث موږ ته د پاکستاني چارواکو له خوا په خبري غونډو کې کله هم داسې کوم شواهد نه دي راښکاره کړل شوي چې دا ثابته کړي چې د پاکستاني چارواکو دا خبرې رښتيا دي.

ده زیاته کړه چې موږ بیا بیا دا پوښتنې ورڅخه کوو، خو هغه راته په ځواب کې وايي، چې دا د هيواد په ګټه کې نه ده، چې موږ دا شواهد له رسنيو سره شريک کړو.

په بلوچستان صوبه کې له تېرې يوې لسیزې راهیسې ځينو بلوڅو د پاکستاني ریاست پر ضد وسله واله مبارزه پېل کړې او وايي، له دوي سره د هيڅ يوه هیواد ملاتړ نشته.

XS
SM
MD
LG