د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چین ته وايو، د اقتصادي راهدارۍ مخه دې نه اړوي'


د چین- پاکستان اقتصادي راهداري لارنقشه
د چین- پاکستان اقتصادي راهداري لارنقشه

د پنځلسو کالو په موده کې به د پاکستان او چين ترمنځ د ۳۰۰۰ کلوميټره واټڼ اقتصادي کوريډور جوړ شي چې پکې سړکونه، رېل ګاډي پټلۍ او پايپلاينونه شامل دي.

په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ دا مهال د پاکستان په سفر دی ، د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې د چين ولسمشر به د پاک-چين اقتصادي راهدارۍ له مخې په يو شمېر لوظنامو او يادشتونو لاسليک کوي خو د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه تور لګوي چې وفاقي حکومت غواړي د چين له کاشغره د بلوچستان تر ګوادره تجارتي يا د پاک-چين اقتصادي راهداري د پښتنو سيمو پر ځای پر پنجاب تېره کړي.

د عوامي نشنل ګوند يوه مشره بشرا ګوهر وايي، هغوی د چين ولسمشر پاکستان د راتګ هرکلی کوي، د دې په خبره د دوی يو پلاوې به هم د چين له ولسمشره سره ليده کاته کوي او هغه ته به وايي، چې ياده لاره د پښتنو له سيمو وا نه ړوي.

بشرا ګوهر وايي، که څه هم د چين لخوا د دې لوی پراجېکټ سره به په دغه سيمه کې د چين رول زيات شي خو نوموړې وايي چين په دغه سيمه کې د امريکا ځای دومره زر نشي نيولی.

له بشرا ګوهر سره مرکه دلته واورئ

'چین ته وايو، د اقتصادي راهدارۍ مخه دې نه اړوي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جرمني ډي پي ای خبري اژانس وايي، د پنځلسو کالو په موده کې به د پاکستان او چين ترمنځ د ۳۰۰۰ کلوميټره واټڼ اقتصادي کوريډور جوړ شي چې پکې سړکونه، رېل ګاډي پټلۍ او پايپلاينونه شامل دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر محمد عاطف د کاشعر ـ ګوادر لار له پښتنو سيمو د اړولو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو نوموړي وويل چې په دغه سيمه کې د چين او امريکا له روله انکار نشي کېدای او د ده په خبره ضروري نه ده چې چين به په دغه سيمه کې د امريکا ځای ونيسي.

ورځپاڼه وال سټريټ ژورنال وايي دا جال چې له پاکستانه به تېرېږي، په جوړېدو به پرې ۴۶ اربه ډالره لګښت راځي او له دې سره به چين په اشيا، يورپ او د نړۍ په نورو برخو کې خپل مارکېټونو ته د يوې لارې رسايې پيدا کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په بلوچستان کې يې له مرکزي حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن ) سره ګډ حکومت هم دی، د دې ګوند د بلوچستان صوبايې صدر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، که چېرې وفاقي حکومت له پښتنو سيمو د پاک ـ چين کوريډور لاره واړوله نو دوی به په احتجاج لاس پوري کړي.

له عثمان کاکړ سره مرکه دلته واورئ

'د کاشغر- ګوادر لاره هېڅکله اړولو ته نه پرېږدو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا بيا د قامي وطن ګوند مشر او د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير افتاب احمد خان شيرپاؤ وايي چې د امريکا په پرتله په دې سيمه کې د چين سرمايه کاري زياته ده او د پاک ـ چين اقتصادي کوريډور سره به په دې سيمه کې د چين رول نور هم زيات شي.

که څه هم د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه تور لګوي چې پاکستان د کاشعر ـ ګوادر لاره د پښتنو سيمو پرځاي له پنجابه تيره وي خو د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې دپاکستان ـ چين کوريډور منصوبې لاره بدله کړل شوې نه ده او په دې لړ کې کېدونکې پروپاگنډه بې اساسه ده.

XS
SM
MD
LG