د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انټرنیټي جرمونو د مخنیوي بل بشري حقونه تر پښو لاندې کوي


د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د پاکستاني پارلمان پر غړو غږ کړی دی چې دا بل رد کړي چې رازونو او د بیان ازادۍ ته ګواښ دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان (هیومېن رایټس واچ) په یو رپوټ کې پاکستاني پارلمان ته پر وړاندې شوي هغه بل نیوکې کړې دي چې د سازمان په فکر بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

سازمان خپل دې رپوټ ته سر لیک ورکړی دی چې د پاکستان انټرنیټي جرمونو د مخنیوي بل بشري حقونو ته خطر پېښوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د پاکستاني پارلمان پر غړو غږ کړی دی چې دا بل رد کړي چې رازونو او د بیان ازادۍ ته ګواښ دی.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د نړیوال سازمان مرستیال پیلم کاین ویلي چې د پاکستان د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي بل نه خلک پر انټرنیټ له رښتونو اندېښنو ژغوري او نه هم بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی کوي.

د پیلم کاین په وینا، یاد بل په اوسني بڼه کې له بشري حقونو و سرغړونو ته په داسې توګه قانوني شکل ورکوي چې بلکل د منلو نه دي.

رپوټ لیکي چې د پاکستان په پارلمان کې د مالوماتي ټکنالوجۍ لپاره جوړې شوې کمېټۍ دا بل د اپرېل پر ۱۶مه نېټه منظور کړی او اوس د قومي اسمبلۍ او سېنټ غور ته انتظار کوي.

د پاکستان مالوماتي ټکنالوجۍ وزیرې انوشا رحمان خان د دې بل دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې دا د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي، د پاکستان امنیت او داسې نورو اړوند مسلو لپاره ضروري دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د دې بل ځینې هغه برخې هم را اخیستې دي چې د یاد سازمان په فکر بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

سازمان لیکي چې د دې بل نهمه ماده هغه خلک مجرمان ګرځوي چې د تورنو ډلو او یا تورنو کسانو په حق کې د انټرنیټ له لارې مواد خپروي. د بل لسمه ماده دا په انټرنیټي ترهګري تعبیروي چې که یو څوک د وېرې، مذهبي، نسلي او یا هم فرقه ییز نفرت خپرولو لپاره په ناقانونه توګه مالومات تر لاسه کوي او وېشي یې.

د رپوټ په لیکنه، د بل ۳۴مه ماده حکومت ته د سېنسرشپ لپاره پراخ واک ورکوي چې له مخې یې هر هغه څه بندول او د انټرنیټ له څپو لیرې کول شامل دي چې د حکومتي چارواکو په فکر د اسلام او یا هم د پاکستان د یوالي پر ضد وي.

XS
SM
MD
LG