د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د وینې آن لاین بانک پر لیکه شو


جلال اباد کې د وینې بانک پرانیستل شو
جلال اباد کې د وینې بانک پرانیستل شو

په ننګرهار کې په لومړي ځل د وينې انټرنيټي بانک پرانيستل شو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د هغو کسانو لپاره اسانتیا پيدا کړي چې وینې ته اړ دي.

د وینې د ورکړې دا انټر نيټي بانک په ننګرهار کې د ژوند خیریه ټولنې په نوښت د اتوار په ورځ د اطلاعات او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې د يوه معلوماتي پروګرام په ورکولو کې سره پرانستل شو.

یو تن رضاکار د وینې د ورکولو پرمهال
یو تن رضاکار د وینې د ورکولو پرمهال


دا چې له دغه انټرنيټي يا آن لاین بانک نه به د وینې ضروتمندان څنګه ګټه اخلي، په دې اړه د ژوند خیريه ټولنې يو تن فعال غړي اکرام الله اکرام مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( دا آن لاین بانک به لایتناهي ډونران ( د وینې د ورکړې رضارکاران) ولري، د استعمال طریقه يې داسې ده چې په هر ولایت کې چې د چا وینې ته اړتيا پيدا کيږي، زموږ ویب پاڼې( www.zhwand.af ) ته به مراجعه کوي.

د مثال په توګه دوی او منفي (-O) وينې ته اړتیا لري، دوی په سرچ یا لټون کې او منفي ورکوي او د خپل ولایت نوم لیکي. موږ چې په دې ویب سايټ کې په همغه ولايت کې د اوو منفي ډونران لرو، دوی ته یې ښکاره کوي، هلته زموږ د رضاکارو د ټيلیفون شميرې دي، دوی هغوی سره اړيکې نيسي او هغه ورته راځي، او وینه ورکوي.))

د ننګرهار د عامې روغتیا ريس ډاکټر نحیب الله کاموال چې د وینې د آن لاین بانک پرانستونکي غونډه کې يې ګډون کړی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دغه بانک په پرانستو سره به د هيواد په کچه د وینې اړتیا تر ډيره حده پوره شي:


(( موږ اکثره وخت داسې واقعاتو سره مخ کيږو چې هغه وینه کمیافته وي، او همدا رنګه د تلیسیميا ناروغانو لپاره که تازه وینه ورسېږي، نو دا هم ډيره ګټوره وي، نو د دغې ډيټابیس په فعالیدو سره به زموږ ډير شمير داسې ناروغان چې هغوی تازه وینې ته ضرورت لري، ستونزه به یې د دې ډيټابیس په فعاليدو سره هواره شي.))

د وینې د بانک د پرانیستې غونډې ته د تليسیميا يو شمېر هغه ناروغان هم راغلي وو چې د ژوند خيريه ټولنې په هڅو ورته وخت په وخت وینه برابره شوې وه.

په تیلیسیمیا اخته ماشومان
په تیلیسیمیا اخته ماشومان

د ننګرهار د هنرمندانو د اتحاديې مشر استاد کمين ګل چې درې سره بچيان يې په تلیسيميا اخته دي، او هرو پينځلسو ورځو کې ورته یاده ټولنه وینه برابروي، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( زما درې ماشومان د تليسيما په ناروغۍ باندې اخته دي، د دغې ټولنې نه مننه کوو چې هر وخت موږ تقاضا کړې، موږ ته يې خلک حاضر کړي او دې ماشومانو ته يې وینه ورکړې ده.))

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي هم خپل نوم د وينې د رضا کارو په لست کې وليکه او له مخې سره يې خپله وینه عطیه کړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د ژوند خيريه ټولنې په هره برخه کې ملاتړ کوي:


(( زما د وینې ګروپ مثبت ای دی او ما خپله وینه دغه پروګرام ته اهدا کړله او زه باور لرم چې زما وینه به هغه چا ته ورکول کيږي چې هغوی ورته اړتیا لري او د هغوی ژوند پرې بچ کيدلی شي.))

د ژوند خیريه ټولنې مسوولين وايي چې دوی د تيرو دريو مياشتو په دوران کې چې د وینې د ورکړې کمپاین يې د فیسبوک په پاڼه پيل کړی و، تر اوسه يې ۸۵۰۰۰ سي سي وينه له خپلو رضاکارو څخه د وینې ضرورتمندانو ته راټوله کړې او له دې نه علاوه يې د بې وزلو لاسنيوی هم کړی او په راتلونکي کې به خپل فعالیتونه د خیر په نورو کارونو ته هم وغځوي.


ياده دې وي چې ژوند خيريه ټولنې سره په ټولو خیریه کارونو کې په ننګرهار کې میشتې بېلابېلې خيريه ټولنې چې د همغړۍ په نوم سره په يوه مرکز راټولې شوي، همکارې دي.

XS
SM
MD
LG