د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قبايلي مشران دې په قامي پاليسو کې شامل کړل شي'


د قبايلي سيمو په مسلو ځايي استازي او مشران په ښه شان پوهېږي او دوی دغه مسلې د قبايلو د دود دستور مطابق هوارولی هم شي.

د قبايلي سيمو مشرانو او د پارليمان غړيو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د پاکستان په قامي پاليسو او د فاټا په باب هره کيدونکې فيصله او پاليسۍ کې دې دوی شاملوي او په اعتماد کې دې اخلي.

دوی دا غوښتنه د فاټا اصلاحاتو په اړه په يوه غونډه کې کړې ده.

په اسلام آباد کې د نهې په ماښام د سيفران وزارت لخوا د فاټا اصلاحاتو په اړه تابيا شوی دوه ورځني سيمينار کې د قبايلي سيمو سېنېټرانو او د قامي اسمبلۍ غړيو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې حکومت دې زر تر زره په ايف سي ار کې بدلون وکړي او د فاټا لپاره چې کومې فيصلې کېږي په هغو کې دې دفاټا مشران او د پارليمان غړي شريکوي.

ځکه چې د قبايلي سيمو په مسلو باندې دوی په ښه شان پوهېږي او دوی دغه مسلې د قبايلو د دود دستور مطابق هوارولی هم شي.

په دې اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې له کرمې ايجنسۍ سېنېټر سجاد توري وويل: ((په دغه موقه زموږ د ټولو پارليمان د غړيو دا غوښتنه وه چې په هره پرېکړه کې دې د فاټا مشران او د پارليمان غړي په اعتماد کې اخیستل کېږي او بيا ځېنې داسې مسلې دي چې لکه په ايف سي ار کې د بدلون خبره ده نو د ايف سي ار د بدلون په ګډون دې په هره معامله کې د فاټا مشران شريک کړي نو موږ به خپلې دا هلې ځلې جاري ساتو او موږ ټول د پارليمان غړي په دې يوه خله يو. او موږ به د ولس د رايو ترمخه د قبايلي سيمو لپاره کار کوو او موږ حکومت ته وويل چې تاسو ټولپوښتنه «ريفرنډم وکړئ» چې ولس څه غواړي هغه دې وکړل شي))

هم دا شان له خيبرايجنسۍ سېنېټر تاج محمد اپريدي مشال راډيو ته وويل چې وړاندې وختونو کې هم د فاټا د پارليمان غړيو او مشرانو دا غوښتنه کړې ده چې قبايل په قامي بهير کې شاملولو لپاره بايد چې دوی په قامي پاليسو جوړولو کې هم شريک کړي.

نوموړي زياته کړه ((تاسو کتلي دي وړاندې ورځو کې هم د پارليمان غړيو د حکومت پر ضد احتجاج کړی وو چې د پارليمان غړي د فاټا لپاره په فيصلو کې دوی نه شاملوي نو اوس هم موږ دا غوښتنه وکړه چې د قبايلو مسلو په حل کې دې او د فاټا لپاره جوړونکيو پاليسو کې دې دوی شاملوي))

کله چې مشال راډيو په دې اړه له فاټا د حکومتي ډلې، قامي اسمبلۍ غړي له محمد نذيره وپوښتل نو هغه وويل چې دا سيمينار د سيفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ د فاټا د مسلو د حل لپاره راغوښتی وو چې د ضرب عضب اپريشن وروستو د متاثرينو واپسي او د هغوی ژوند معمول اړخ ته راوستو لپاره کوم اقدامات وکړل شي خو په دې مهال د قبايلي مشرانو له خوا دا غوښتنه هم مخې ته راغله، چې په اړه به یې دوی له وفاقي حکومت سره خبره کوي.

نوموړي زياته کړه: ((په دغه سيمينار کې ټولو قبايلو خپل خپل تجويزنه ورکړل او ما پکې وويل چې لومړی په وزيرستان کې امن پځائ شي او د متاثرينو واپسي وشي نو بيا به نورې خبرې کوو خو مشرانو چې کومه غوښتنه وکړه زه به په دې له حکومت سره هم خبره وکړم او چې کوه فيصله قبايلي ولس او مشرانو وکړه هغه به ماته منظوره وي))

د ذکر ده ياد سيمينار کې د خېبر پښتونخوا د ګورنر سردارمهتاب احمد خان او د سيفران د وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ سربېره د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر اويس احمد غني او نورو يو شمېر مشرانو ګډون لرلو.

XS
SM
MD
LG