د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ١٨ کاله وروسته د سرشميرنې کولو اعلان


د پاکستان حکومت په راتلونکې کال کې د شپږمې سرشميرنې او کور شمېرنې کولو باضابطه منظوري ورکړې ده.

د پاکستان حکومت په راتلونکې کال کې د شپږمې سرشميرنې او کور شمېرنې کولو باضابطه منظوري ورکړې ده.

د پاکستان شمارياتو ادارې يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د شورو پر ورځ د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ کې د يادې محکمې د کاري جرګګۍ «ګورننگ کونسل» يوه غونډه وشوه چې پکې د ٢٠١٦ کال په مارچ مياشت کې د پوځ په نګرانۍ کې د مردم شمارۍ او خانه شمارۍ کولو باضابطه منظوري ورکړل شوه.

د نوموړي وينا وه چې په غونډه کې د سرشميرنې او کور شمېرنې لپاره ١٤ اربه ٥٠ کروړه روپو د بجټ منظوري ورکړل شوې او دالګښت «اخراجات» به وفاق او صوبې په ګډه برداشتوي. دوی وايي چې د مردم شمارۍ ابتدايي نتيجې به د راتلونکې کال په جون مياشت کې جوتېږي.

په پيښور پوهنتون کې د شمارياتو څانګې يو استاد ډاکتر سيد محمد عاصم په ملک کې د مردم شمارۍ د اهميت پحقله مشال ريديو ته وويل چې د يو ملک څومره هم مختلف امور دي لکه که منصوبه بندي وي يا يو صوبې څه ضروريات دي يا يو ښار ته څه پکار دي نو د دغه ټولو پحقله بنيادي معلومات د مردم شمارۍ نه ترلاسه کيږي او که مردم شماري د خپل مقرره وخت نه يو کال هم وځنډول شي نو نقصانات يي ډير زيات دي ځکه چې بيا د پلاننګ ټول عمل په اندازو چلېږي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې په آخري ځل سرشمېرنه «مردم شماري» په ١٩٩٨ کې شوې وه او د هغه وخت په مردم شمارۍ کې د ملک آبادې تر ١٣ کروړه ٥٠ لاکو زياته ښودل شوې وه. اتلس (١٨) کاله ورستو يعنې په راتلونکې کال کې به حکومت يو ځل بيا په ملک کې مردم شماري کوي خو په اسلام آباد کې د سياسي او سيمه ايزو چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې حکومت ته هر لس کاله ورستو مردم شماري ضرور کول پکار دي ځکه چې داسې به ورته نه صرف د خپلو نفوسو شمېره معلومېږي بلکې د راتلونکې لپاره به په ښه ډول منصوبه بندي هم کولی شي.

مشال راډيو چې کله له ډاکټر سيد محمد عاصمه تپوس وکړ چې حکومت ولې هر لس کاله ورستو مردم شماري نه کوي نو په ځواب کې نوموړي وويل چې له بدقسمتۍ په پاکستان کې سرشمېرنې ته سياسي رنګ ورکړل شوی دی، ځکه چې د دې په بنياد نه صرف د هر څه تقسيم کيږي بلکې حلقه بنديانې هم د دې په بنياد کيږي نو دا وجه ده چې سياستدانان پکې ډيره زياته دلچسپي لري او کوښښ يي وي چې په داسې ډول مردم شماري وشي چې پکې دوي ته فائده ورسي،

په دې تيرو وختونو کې د عوامي نيشنل ګوند پشمول ځنې نورو ګوندونو د کراچې پشمول د ملک په ځنې نورو برخو کې د نوؤ حلقه بنديانو غوښتنه کړې وه خو په هاغه وخت کې د پاکستان اليکشن کميشن دا دريځ خپل کړې و چې د مردم شمارۍ ورستو به نوې حلقه بنديانې کوي.

د حکومت د مردم شمارۍ او خانه شمارۍ د دې فيصلې ورستو د اليکشن کميشن چارواکي خورشيد عالم مشال ريډيو ته وويل چې کله هم دوی ته د مردم شمارۍ رپورټ ترلاسه شي نو د هغې په بنياد به حلقه بنديانې کوي،

ياده دې وي چې د تيرې مياشتې په ١٨ نيته د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې شوې د مشترکه مفادات کونسل په غونډه کې فيصله شوې وه چې د ملک د آبادۍ تخمينه لګولو لپاره به مردم شماري او خانه شماري کېږي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG