د لاسرسي ځای

تازه خبر

زمبابوې کرکټ ډله راتلونکې میاشت پاکستان ته ځي


پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د زمبابوې کرکټ لوبډله به راتلونکي مياشت د پاکستان په سفر راځي او دا شان به يو وارې بيا په پاکستان کې بين الاقوامي لوبې بحالې شي

پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د زمبابوې کرکټ لوبډله به راتلونکي مياشت د پاکستان په سفر راځي او دا شان به يو وارې بيا په پاکستان کې بين الاقوامي لوبې بحالې شي

لاهور قذافي اسټيډيم کې رسنيو سره خبرو کې د پاکستان کرکټ بورډ چيرمين شهريار خان وويل چې د زمبابوې کرکټ لوبډله به راتلونکې مياشت مئ په ١٩ مه نېټه لاهور ته رارسي.

د نوموړي په وينا چې لمړي پړاو کې به دوه ټي ټونټي په ٢٢م او ٢٤ مه مئ کيږي.

او درې ون ډې ميچونه به په ٢٦ مه ٢٩مه او ٣١مه مئ کيږي او دا شان به د زمبابوې لوبډله په لمړي جون وطن ته ستنېږي.

شهريار زياته کړه چې د زمبابوې کرکټ لوبډلې پاکستان ته راتګ نه به ډيره ګټه ترلاسه شي.

او دوی ته د پنجاب صوبايي حکومت د سيکورټي پوره پوره باور ورکړی دی.

ياده دي وي چې په کال دوه زره نهم کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډلې د ترهه ګرۍ له بريد روستو پاکستان کې نړیوالې کرکټلوبې بندې شوې وې.

XS
SM
MD
LG