د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افتاب شېرپاو ځانمرګي برید یو پولیس وژلی


د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو پر قافلې په ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو پر قافلې په ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي.

تر پېښې وروسته د قافلې امنیتي مشر فیض الاسلام مشال راډيو ته وویل، تېر ماښام افتاب احمد خان شېرپاو په عمر زیو کې د عالمزېب عمر زي د لومړي تلین غونډې ته تر وینا وروسته کور ته روان وو چې ځانمرګي برید ګر ورباندې ډزې وکړي او بیا چې پولیسو نیوه نو چاودنه یې وکړه.

د چارسدې روغتون مشر ډاکتر محمد علي بېګا مشال راډيو ته وویل، په برید کې د ژوبلو شویو روغتیايي حالت ښه دی.

په پېښه کې د وژل شوي پولیس جنازه بېګا ناوخته وشوه او خاورو ته وسپارل شو. تحریک طالبان پاکستان د برید پړه منلې.

XS
SM
MD
LG