د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې این پي د کاشغر او ګوادر پر تجارتي لاره ټول ګوندیزه غونډې رابللې ده


میا افتخار حسېن په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي
میا افتخار حسېن په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي

عوامي نيشنل ګوند وايي، د ګوادرکاشغر کوريډور له پښتون مېشتو سیمو د اړولو پر ضد به د مۍ پر ۱۶مه نېټه په کوټه کې ټول ګوندیز کنفرانس کوي.

کوټه: عوامي نيشنل ګوند وايي، د ګوادرکاشغر کوريډور له پښتون مېشتو سیمو د اړولو پر ضد به د مۍ پر ۱۶مه نېټه په کوټه کې ټول ګوندیز کنفرانس کوي.

د دې ګوند مرکزي جنرل سیکريټري میا افتخارحسین د جمعې په مازيګر په کوټه کې یو خبري غونډې ته وویل چې د مسلم لیګ ن په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو ته يې بلنه ورکړېده.

ميا افتخارحسین وویل، دوي د پاکستان له واکمنو پوښتنه کوي، چې آیا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وګړي پاکستانيان نه دي که څه، چې د ده په خبره همدا کوريډور يې د دوي پر سیمو تېرېدو ته نه پرېږدي.

ده وویل ، که چېري همدا کوريډور ستا له سیمې څخه تېر شي، نو د پاکستان ايجنډا ده. او که زموږ له سیمو تېر شي، نو د بل ايجنډا ده. که لاهور په پاکستان کې دی، نو آیا ډي آيي خان په پاکستان کې نه دی؟ که حسن ابدال په پاکستان کې دی، نو آيا لورالايي، ږوب او کوټه په پاکستان کې نه دي؟ دا د بل د ايجنډې ټکي موږ ډېر واره اورېدلي، او اوس خلک له دې خبرو نه وېرېږي، ځکه چې خبرې اوس تردې تېرې شوې دي.

ميا افتخارحسین وايي، په کوټه کې يې د جمعې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون له پاکستان مسلم لیګ (ن) او يو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ليدلي، او دې ټول ګونديز کنفرانس ته يې رابللي دي او ټولو مثبت ځواب ورکړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سیکريټري په دې خبري غونډه کې زیاته کړه چې دوي پر ګوادرکاشغرکوريډور سیاست نه کوي، بلکې دده په خبره که بل هر ګوند هم په دې لړ کې ټول ګوندیز کنفرانس راغواړي، نو دوي به په کې ګډون کوي.

ما افتخار وویل ، دا سیاست نه دی، بلکې دا د ژوند او مرګ مسله ده. دا د قام د بقا مسله ده. او همدا د هيواد د سلامتۍ او بقا مسله ده.

د عوامي نیشنل ګوند ياد مشر وویل، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ځان يوازې تريوې صوبې محدوده کړی، او يوازې د همدې صوبې ځان وزیراعظم ګڼي.

نوموړي زیاته کړه ، که چېري نوازشریف صیب د پاکستان وزیراعظم وي نو بیا باید د پاکستان په کچ سوچ وکړي او که چېري هغه د خاصو ګټو لپاره سوچ وهل شروع کړل نو د دې نتيجې به ډېرې خطرناکې وي.

که څه هم د عوامي نیشنل ګوند په ګډون يو شمېر نور ګوندونه د ګوادرکاشغر کوريډور له پښتون مېشتو سیمو څخه د اړولو پر ضد احتجاجونه کوي، خو د پاکستان مرکزي وزیر احسن اقبال بیا وايي، همدا کوريډور به پر همدې زړه لاره تېرېږي چې ډېری پښتانه ملتپاله يې په دې خبره باور نه کوي.

XS
SM
MD
LG