د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب : وسله والو ۷ پولیس سرتیري تښتولي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان د پنجاب ایالت په رحيم يار خان کې د یکشنبې په ورځ د پولیسو اوه سرتیري تښتول شوي دي.

د پاکستان د سرکاري راډيو د خبر ترمخه په اوباړو سيمه کې یو شمېر وسله والو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ او د پولیسو سرتیري یې له ځانه سره وتښتول. تر اوسه کومې ډلې د پولیسو د سرتیرو د تښتولو پړه قبوله کړې نه ده.

د پاکستان پنجاب ایالت د پاتې درېوو ایالتونو سند، پښتونخوا او بلوچستان په پرتله پرامنه ګڼل کیږي او پر امنیتي سرتیرو د بریدونو او د هغوی د تښتولو پېښې کمې مخې ته راځي، خو د یکشنبې ورځې دغه پېښه د پنجاب د چارواکو لپاره هېښونکې ده.

پاکستان وايي د ترهګرۍ پرضد د نړیوالې جګړې د لومړۍ کرښې مبارز دی او په دې لاره کې یې ډیرې قربانۍ ورکړې دي. خو پر پاکستان دا نیوکې هم کیږي چې د وسله والو ډلو سره پټې ریښې لري.

XS
SM
MD
LG