د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرخندې څلور وژونکو ته د مرګ سزا


د کابل لوی عدالت «ابتدایه محکمې» د فرخندي په وژنه کې د تورنو کسانو له ډلې څلورو ته د مرګ سزا اورولې او اته نور یې سړي سر ۱۶، ۱۶ کاله د بند تر سزا لاندې راوستي دي، او ۱۸ نور یې بې ګناه وګڼل.

د کابل لوی عدالت «ابتدایه محکمې» د فرخندي په وژنه کې د تورنو کسانو له ډلې څلورو ته د مرګ سزا اورولې او اته نور یې سړي سر ۱۶، ۱۶ کاله د بند تر سزا لاندې راوستي دي، او ۱۸ نور یې بې ګناه وګڼل.

د کابل ښاري عدالت مشر صفي الله مجددي نن چهارشنبه د د عدالتي امر په ډاګه کولو پر مهال وویل چې د دې قضیې ۱۸ تنه یې د اسنادو او شواهدو د نشتوالي له کبله پرېښودي دي.

د کابل ښار د درېیمي ناحیې ښاري محکمې د فرخندې په وژنه کې د ۳۰ عادي تورنو کسانو په اړه پرېکړه وکړه.

همدارنګه قاضي ۸ تنه په ۱۶ کاله بند محکوم کړل او ۱۸ نور یې بې ګناه وګنل.

دغه عدالت به د ۱۹ تورنو کسانو چې پولیس هم پکې شامل دي؛ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ خپله پرېکړه اوروي. کړي. پر دوی تور دی چې د فرخندې مرګ یې په سترګو لیدلی خو د هغې د وژونکو مخه یې نه وه نیولې.

همدارنګه د کابل ښاري محکمې رییس افغان امنیتي ځواکونو ته وویل چې د دغې پيښې پاتې درې تنه تورن کسان هم ونیسي.

دغې محکمې تر اوسه د هغو ۱۹ پولیسو په اړه، چې د پېښې په ورځ دندو کې په ناغېړیو تورن حکم نه دی صادر کړی.

د فرخندې د وژنې په قضیه کې د ۵۰ تورنو کسانو نومونه راغلي دي.

شاوخوا ۵۰ ورځې مخکې په کابل ښار کې یو شمېر بلوه ګرو په دې تور چې ګواکې فرخندې قران شریف سوځولی په لغتو، سوکانو ووهله او هغه یې ووژله بیا یې د هغې مړي ته ور واچاوه.

د فرخندې د وژنې د قضیې لومړۍ غونډه په عدالت کې د تېرې شنبې په ورځ پیل شوه، تورن کسان یې په دریو ډلو ووېشل،"د فرخندې په وژنه ککړ، هغه دولتي چارواکي چې د هغې د وژنې پر مهال یې په خپله دنده کې بې پروايي کړې، او هغه چارواکي چې په دغه قضیه کې یې له خپلو صلاحیتونو کار نه دی اخیستی."

د فرخندې وژنې د خلکو او بشري حقونو نړیوال سازمان غبرګونونه را اوپارول او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بد چلند په اړه ډیرې نیوکې را پورته شوې. د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو ښارونو کې له فرخندې سره شوي ناانساني کړنې پر ضد خلکو لاریونونه راوېستلي ول.

XS
SM
MD
LG