د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلمان خان د خرپ او ترپ وژنې په تور پنځه کاله بندي شو


د هند په ممبۍ کې یوه عدالت د بولي ووډ فلمي صنعت یو مشهور ستوری سلمان خان د یوه کس وژلو په تور د پنځو کلونو لپاره د بند سزا اورولې ده.

د هند په ممبۍ کې یوه عدالت د بولي ووډ فلمي صنعت یو مشهور ستوری سلمان خان د یوه کس وژلو په تور د پنځو کلونو لپاره د بند سزا اورولې ده.

نوموړی ګرم ګڼل شوی چېپه ۲۰۰۲م کال یې د شپې مهال پر یوه سړک پر پنځو ویدو کسانو د نشې په حالت کې موټر خېژولی او تېښتېدلی و.

په هغه پېښه کې د نورالله خان په نامه یو تن وژل شوی و او د څلورو نورو په ګډون درې سخت ژوبل ول. سلمان خان تل له دې تورونو انکار کړې او ویل به یې چې د پېښې مهال ده نه بلکې ډرایور یې موټر چلاوه. د می پر شپږمه نېټه سلمان خان ته عدالت د پنځه کالونو د بند سزا واوروله.

د هند مطبوعات خبر ورکوي چې سلمان خان ځېنې فلمونه هم لاسلیک کړي دي او اوس نوموړي ته د سزا ورکولو له وجې به باليووډ ته کیدای شي تر یو دېرش میلیونو ډالرو زیات تاوان ورسېږي.

سلمان خان د نړۍ په لسو ډېرو ښکلو نارینه وو کې ګڼل کیږي .

دی په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري او د هندي سینما یو له هغو معتبرو ستورو دی چې ټولنیز شهرت، اقتصادي واکمني او سیاسي نفوذ لري.

سلمان خان لږترلږه په تیرو نهو کلونو کې په پرله پسې توګه، بالیووډ ته د ګټې وټې لوی فلمونه ورکړي دي.

د سلمان خان وروستی فلم چې ډیرې پيسې یې وګټلې دبنګوو چې په 2013 میلادي کال کې بازار ته راووت.

دی څو کال مخکې هم تر بندیز لاندې هوسۍ وژلو په تور د لنډې مودې لپاره زنداني شوى و .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG