د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: نور خپل وطن نه ورانوو


د ننګرهار د سولې کميټې سره ۱۸ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شول. چارواکي وايي چې دغې وسله والو به د تورخم جلال اباد د لارې په اوږدو کې په بيلابیلو ولسواليو کې د دولت او ولس ضد وسله وال فعالیتونو تر سره کول.

د ننګرهار د سولې کميټې سره ۱۸ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شول. چارواکي وايي چې دغې وسله والو به د تورخم جلال اباد د لارې په اوږدو کې په بيلابیلو ولسواليو کې د دولت او ولس ضد وسله وال فعالیتونو تر سره کول.

دغه اتلس کيسزه ډله چې د ننګرهار په بیلابيلو سرحدي ولسواليو کې يې د دولت پر ضد وسله وال فعالیتونه تر سره کول، د شنبې په ورځ د ننګرهار د سولې کميټې سره یو ځای شول. د ننګرهار د سولې کميټې مشر ملک نذير په دې اړه خبریالانو ته وویل:

(( اتلس کسان چې يو په کې قوماندان دی، دوی د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو او د سولې د کميټې په شریکوو هلو ځلو باندې راغلل او د خپلو وسلو سره د سولې له پروګرام سره يو ځای شول. قوماندان يې غازي نوميږي او په نازیانو، غني خيلو، بټي کوټ او مومندره کې يې د دولت ضد فعاليتونه کول.))

د سولې له کميټې سره يو ځای شوي وسله وال وايي چې دوی به له دې وروسته د وطن د ورانولو پر ځای د وطن ابادولو ته مټې راونغاړي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( نوم مې غازی دی. تشکيلات مو په نازیانو کې جوړیدل او په پيښه، مامند، عبدالخيلو ته به مو فعالیتونه کړل، لاندې سرک ته به هم راکيوتو. ورانکاري مو کوله، حکومت سره به مو ډزوله، پلونه به مو روانول، خو پس له دې نه به له حکومت سره همکاري کوم.))

د سيمې يو تن قومي مشر وايي کوم وسله وال مخالفين چې د سولې له شورا سره يو ځای کيږي د سميې په امنيت مثبت اغيز شيندي.

(( زما نوم حاجي ستار دی، ولسوالۍ مې هسکه مینه ده. دغه ورونه چې د سولې له بهير سره يو ځای کيږي، دا په خلکو پوره اغيز لري، دوی به لارو ته راوتل، نو په دغه لاره چې مسافر تلل، هغوی ته هم يو سهولت پیدا شو او بله اغيزه يې دا ده چې د وسله والو کتار پرې کم شو. بله دا چې دا په نورو وسله والو مخالفينو هم اثر کوي چې هغوی راشي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.))

د سولې د عالي شورا د ولایتي کميټې چارواکي وايي چې هر هغه وسله وال چې د سولې له شورا سره يو ځای کيږي، قوماندان ته يې د شپږو مياشتې لپاره د میاشتې دیارلس زره افغانۍ او د ګروپ ملګرو ته يې اته زره افغانۍ ورکول کيږي. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د ننګرهار د سولې له کميټې سره ۴۵۲ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG