د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پښتونستان څلی ورغول شو


په جلال اباد کې د پښتونستان چوک څلی چې له څو کلونو راهيسې د نه پاملرنې له امله ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې و، يو ځل بیا په نسبي ډول ورغول شو او د باچاخان تصويرونه او د پښتونستان جنډه يې پرې وځړوله.

په جلال اباد کې د پښتونستان چوک څلی چې له څو کلونو راهيسې د نه پاملرنې له امله ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې و، يو ځل بیا په نسبي ډول ورغول شو او د باچاخان تصويرونه او د پښتونستان جنډه يې پرې وځړوله.

دغه څلې چې د جلال اباد ښار په مرکزي نکته کې موقعیت لري، په افغانستان کې د باچاخان خدايي خدمتګار ټولنې په نسبي ډول ورغاوه او د پښتونستان جنډه يې يې ودروله. د یادې ټولنې مشر شان باچا شینواري چې د څلي د رغيدو چارې يې په غاړه اخيستې وې، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( په افغانستان کې د خدايي خدمتګار ټولنې د پښتونستان واټ چې ډير په بد حال کې و، سره له دې چې موږ هغسې جوړ نه کړی شو څنګه چې په کار وو او مناسب وه، ځکه چې موږ سره دولتي چارواکو هيڅ مرسته ونه کړه. د باچا خان عکسونه مو په دې واټ ولګول، او په ناچيزه امکاناتو مو دغه چوک د دویم ځل لپاره ورغاوه او د پښتونستان بیرغ مو پرې لوړ کړ.))

د عمران خزان په نوم يو شاعر د باچاخان په څلور لاري کې د څلي په رغيدو د خوښۍ تر څنګ مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د باچاخان څلی په جلال اباد کې يوازينی ځای دي چې خلک ترې د لر او بر پښتنو د یووالي پوهاوي تر لاسه کولی شي.

(( نن ډير د خوشالۍ څای دی چې د باچاخان بابا واټ يو ځل بیا ورغول شو او جنډه پرې پورته شوه. په ننګرهار کې دا يوازينی ځای دي چې عام خلک ترې ډیر عامه پوهاوی اخیستی شي.))

سندرغاړی منور رضوان هم خوشاله و چې د باچاخان څلی ورغول شو. نوموړي په ټولو پښتنو غږ وکړ چې د باچاخان بابا په نقش قدم پل کيږدي او پښتانه له دغې بد حالت څخه راوباسي.

(( دا د پښتنو لپاره د ویاړ خبره ده او ټولو پښتنو ته په کار دي چې دغسې تاریخي ځایونه چې هغه زموږ ویاړ دي، په هغې سره راټول شو، سره یو لاس او یو وجود شوو، تر څو د هغې خپلې اثاتې وساتو او هغو شخصیتونو ته درناوی وکړو.))

یاده دې وي چې کابو درې کاله د مخه د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د باچا خان بابا ځلي ته نقصان رسيدلی و.

XS
SM
MD
LG