د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟


په تېرو څو مياشتو کې ليدل شوي چې زياتره وخت د پاکستان استخباراتي او پوځي مشرانو د افغانستان سفرونه کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د دې هيواد د پوځ مشر جنرل راحيل شريف د نهي پر ورځ په داسې حال کې د افغانستان دوره وکړه چې په دواړو هېوادونو کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کيږي.

افغان حکومت او استخباراتي چارواکو پر پاکستان دا تور پورې کاوه چې د افغانستان په ناامنۍ کې لاس لري خو پاکستان دا نه مني. بل پلو افغان حکومت په وار وار له پاکستانه غوښتې چې د سولې په پروسه کې ورسره مرسته وکړي او افغان طالب مشران چې ګمان کيږي په پاکستان کې دي، دې ته راضي کړي چې د سولې بهير ملاتړ وکړي. خو په دا وروستيو کې کابل ته د پاکستانيو مشرانو په ځانګړې توګه د پوځي او استخباراتي مشرتابه سفرونه زيات شوي دي.

داچې پاکستان په اوس وخت کې له افغانستانه څه غوښتنه کوي؟ د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر عبدالقادر ځاځی وايي چې له افغانستان سره د هند د مرستو په اړه پاکستان اندېښمن دی او غواړي چې هغه ودروي يا خپله له افغانستان ته د دا ډول مرستو وړانديز وکړي.

((که هندوستان له افغانستان سره مرستې زياتوي، په ځانګړې توګه په نظامي برخه کې، نو د پاکستان تشويشونه زياتيږي. بيا دوی دا ډول سفرونه کوي او غواړي زموږ حکومت تر فشار لاندې راولي يا دوی يو متبادل ډيل سره ورسره وکړي چې مثلاً تاسو يې له هند سره مه کوئ. نو پاکستان له هند سره د افغانستان نظامي اړيکې نه غواړي.))

کابل ته د پاکستاني مشرتابه د سفرونو د زياتوالي او افغانستان ته د پاکستان د اړتيا په اړه په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر او د سيمه ايزوچارو کارپوه پروفېسر اعجاز خټک بيا وايي چې افغانستان له همېش راهيسې د پاکستان لپاره ارزښت درلود خو دا هيواد اوس په خپل روش کې څه بدلون راوستی دی چې مهم لاملونه يې امنيتي او اقتصادي دي.

((په پېښور کې پر سکول تر بريد وروسته د پاکستان د پوځ او آی اېس آی [استخباراتي ادارې] مشرانو د کابل ډيرې دورې وکړې. اوس پاکستان هم ورو ورو سنجيدګي ښکاره کوي چې د افغانستان په اړه څه کول پکار دي. اوس څه کولی شي يا يې نه شي کولی، دا بېله خبره ده. بل په اقتصادي توګه باندې هم پاکستان افغانستان ته ضرورت لري. د چين لخوا چې د ګوادر پراجېکټ جوړيږي نو دا خو د افغانستان له لارې مرکزي اېشيا، ايران او دا ټول سره نښلول غواړي. نو په دې لحاظ سره هم هلته په افغانستان کې امن د پاکستان ډېر لوی ضرورت دی.))

په تېرو څو مياشتو کې ليدل شوي چې زياتره وخت د پاکستان استخباراتي او پوځي مشرانو د افغانستان سفرونه کړي دي. په دې اړه عبدالقادر ځاځی وايي چې په پاکستان کې د واک اصل سرچينه پوځ ده نو مهمې پرېکړې او خبرې اترې همدوی پرمخ بيايي.

((د پاکستان ملکي حکومتونه هيڅ ډول صلاحيت نلري چې د افغانستان په چارو، په ځانګړې توګه امنيتي چارو کې زموږ سره څه مرسته وکړي. ټول صلاحيت د پاکستان له نظاميانو سره دی لکه راحيل شريف او نورو نظاميانو چې د کابل سفرونه کړي دي.))

د سيمه ايزه چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د دې هيواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ادارې سره تر ترينګلتيا وروسته پاکستان نه غواړي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي يووالي له نوي حکومت سره ترينګلې اړيکې پرمخ بوځي خو کارپوهان په اړيکو کې ښه والی د پاکستان له لورې له عملي اقداماتو سره تړلی بولي.

XS
SM
MD
LG