د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفنديار ولي: که د پښتنو حق غوښتل غداري وي نو وياړم چې غدار يم


د کويټې تر کنفرنس مخکې هم د دي لارې د بدلولو پر ضد مظاهرې شوي دي.
د کويټې تر کنفرنس مخکې هم د دي لارې د بدلولو پر ضد مظاهرې شوي دي.

په کويټه کې د عوامي نيشنل ګوند له خوا رابلل شوې د ټولو سياسي ګوندونو غونډه کې فیصله وشوه چې د پاکستان مرکزي حکومت به په هيڅ صرورت د کاشغر او ګوادر ترمنځ غځيدونکې تجارتي لارې بدلولو ته نه پريږدي.

نن د بلوچستان په سرښار کويټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ پر بلنه د ګوادر کاشغر اقتصادي لارې پر ممکنه بدلون غونډه کې ټولو ګوندونو فيصله وکړه چې وفاقي حکومت به د دي لارې بدلولو ته نه پريږدي.

که د پاکستان پرمختګ يوازې د پنجاب پرمختګ وي نو دا ترقي نه منم. که د خپل اولس حق غوښتل غداري وي نو زه پر داسې غدارۍ وياړ کوم.
اسفنديار ولي خان

ياده دي وي چې څو ورځې وړاندې مرکزي حکومت پر دي مسله ټولو سياست والو سره غونډه کې تکرار کړه چې دوی دا لار نه ده بدله کړي خو پښتانه او بلوچ ملت پاله سياسي ګونونه وايي پر دي خبره باور نه لري. په ننۍ ناسته کې برخه والو وويل چې د مسلم ليګ (ن) مرکزي حکومت بايد د پښتنو او بلوچو سيمو څخه پنجاب ته د دي لارې اړولو څخه منع کړل شي.

اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان نن د خالي يا شنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې دوی ته د مرکزي حکومت له خوا ورکړل شوي معلومات قانع کوونکي نه وو. هغه زياته کړه. ((که د پاکستان پرمختګ يوازې د پنجاب پرمختګ وي نو دا ترقي نه من. که د خپل اولس حق غوښتل غداري وي نو زه پر داسې غدارۍ وياړ کوم. خبره ټوله معاشي ده. د پيسو ده، د ګټې ده. پنجاب هر څه ځان ته اړول غواړي. موږ به دا لار بدلېدو ته نه پريږدو.))

په دي کنفرنس کې برخه اخيستونکی، په قامي اسمبلئ کې د پيپلز ګوند غړی او اپوزيشن مشر، سيد خورشيد شاه بيا وويل: ((نوازشريف ويلي چې ځيني کسان او ګوندونه په دي منصوبه کې خنډ اچوي خو زه وايم چې حکومت پخپله دي کار کې خنډ رامخې ته کوي.

د پاکستان - چين اقتصادي لار
د پاکستان - چين اقتصادي لار

په ټول ګوندیز کنفرانس کې د بېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو وېناوې وکړي. د جمعیت علما اسلام (ف) بلوچستان صوبایي جنرل سیکرټر، سکندر اېډوکېټ له خپلې وېنا وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې دوی نه د هیچا خلاف دي او نه د چا خلاف د تعصب خبره کوي خو غوښتنه يې دا ده چې کومه لاره پخواپر ډېره اسماعېل خان او ژوب تېره شوې وه باید چې هغه لاره و کارول شي.

د بلوڅ ملت پاله ګوند، بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) یو مرکزي مشر او سېنېټر، جهانزېب جماالدیني په کنفرانس کې له وېنا وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوی له پښتون ملت پالې ګوندونو سره په ګډه مبارزه کوي:

((پکار ده چې لومړي سر کې د بلوچستان اسمبلۍ غږ ته غوږ ونیول شي چې موږ اصل کې څه غواړو؟ لاره به چرته تېرېږي او اقتصادي زونونه به کوم کوم ځای وي؟ بله خبره دا چې په دې ټوله مسله کې یو مهم فریق د ګوادر خلک دي. باید چې دوی هم و غږول شي چې غوښتنې يې څه دي!))

بشرا ګوهر: پنجاب نه پريږدو چې د پښتنو له خولۍ نوړۍ واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په کنفرانس کې د سیاسي ګوندونو تر څنګ،د وکیلانو اتحادیه هم برخه اخيستي وه. د وکیلانو اتحادیه (بلوچستان بار کونسل) صوبایي صدر بلال کاسي اېډوکېټ په کنفرانس کې اعلان وکړ چې دوي به هم یو بېل کنفرانس په دغه اړه رابلي.

د پاکستان مرکزي حکومت ويلي دا لار له پښتنو او بلوچ سيمو پنجاب ته نه اړوي خو قام پرسته ګوندونه يې په خبره باور نه کوي.

وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې د دوي کنفرانس به دوې ورځنی وي او دوه برخې به لري. لومړۍ برخه به وکیلانو او دویمه برخه به سیاسي ګوندونو ته ځانګړې شوې وي.د ده په خبره،د دوي کنفرانس ضرورت یې ځکه محسوس کړ چې دغه د ګوادر-کاشغر لارې لانجه کومه معمولي او کوچنۍ خبره نه ده او دا چې دا مسله نوره هم را پورته کړي.

یاده دې وي نن د عوامي نېشنل ګوند له اړخه په کوټه کې ټول ګوندیزه غونډه په داسې حال کې وکړه چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو ګڼو سیاسي او مذهبي ګوندونو پر مرکزي حکومت تور پوري کړی چې د ګوادر-کاشغر اقتصادۍ لاره کومه چې به د پښتنو له سیمو تېرېدله، هغه یې په وېنا، مرکزي حکومت یا خو د پنجاب پر لور اړولې یا د اړولو په اړه هڅې روانې کړېدي.

خو د پاکستان مرکزي حکوت د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال په بیا بیا دا قیسمه تورونه رد کړیدي. د ده په خبره، دا اصل کې د ۳ لارو مجموعه ده،کومه چې به د پنجاب او سیند صوبې تر څنګ، د بلوچستان صوبې پر ژوب او د خېبر پښتونخوا اسماعیل خان ډېرې هم تېرېږي خو بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو د احسن اقبال پر سپیناوي او وضاحت د بې باورۍ اظهار کړی دی.

XS
SM
MD
LG