د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ د خلکو د حوصلو لوړولو ته پام نه کوي


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

هافنګټن پوسټ د آمنه خاور لیکل شوې یوه لیکنه خپره کړې چې ورکې راغلي ، په پاکستان کې د ولس د سوچ مثبت ساتلو او د هغوی د مورال د لوړ ساتلو لپاره کمې هڅې کیږي.خلکو ته په عامه توګه د بیان په ذریعه داسې تاثر ورکول کیږي چې پکې وېره، غصه او نا امیدي په نظر راځي او روښانه مستقبل ورته ډېر کم ښوول کیږي. له بده مرغه په دې کې زیاتره کردار د قامي میډیا دی.

لیکواله وايي که میډیا خپل کردار ته پام وکړي او مثبتو حیزونو ته ډېر وخت ورکړل شي نو دولس ناامیدي به په امیدونو کې بدله کړي. همدارنګه اولس باید په دې خبره پوه کړای شي چې په نړۍ کې نور قامونه څنګه د پرمختګ په لاره روان شوي دي او په دې لاره کې یې کومې ستونزې ګاللې دي.

آمنه خاور یو وړوکې مثال ورکوي چې انسان په قدرتي ډول ښکلا خوښوي، او دا راز هر تن غواړي چې خلک یې خوښ کړي. دغه وجه ده چې هر کس د خپل شخصیت په اړه ډېر حساس وي. خو د صابون جوړولو یوې کمپنۍ دغه حساسیت د ختمولو هڅه کړې او دا کمپاین یې پیل کړی چې خلک د ښکلا په معنا پوهه کړي. ددې کمپاین ډېرې مثبتې نتیجې مخې ته راغلي دي. دا ثابتوي چې یوه کمپني د خپل معمولي بجټ سره دیوې وړې خبرې لپاره کمپاین چلول غواړي نو هغه دومره مؤثره وي، که یو حکومت د خپل ولس د سوچ بدلولو لپاره دا ډول کوشش وکړي نو د هغې اثرات به لا ډېر زیات وي.

لیکواله وايي چې د سوچ بدلولو لپاره موسیقي او کولتور ډېر ګټه ور کردار ترسره کولی شي. لکه چې د ۱۹۶۰ مې په لسیزه کې د انساني حقونو لپاره په امریکا کې یوه سندره مشهوره شوې وه او هغې ټول خلک د خپلو حقونو ترلاسه کولو په لړ کې مثبت جدوجهد لپاره یوځایې کړي وو. ځکه چې په دغه سندره کې خلکو ته امید ورکړل شوی و. په پاکستان کې ځنې وخت منفي هلې ځلې ولس ته د ډېر ښه کار په توګه وړاندې کول کیږي چې په نتیجه کې یې په خلکو کې منفي سوچ وده کوي.

آمنه خاور لیکي په پاکستان کې دا مهال درې غټې مسئلې دي یعني بدامني، د انرجۍ بحران او بډې رشوتونه. اوس دا حقیقي مسئلې دي او ددې نه سترګې پټول ممکن نه دي خو دې لړ کې دا ممکنه ده چې ولس ته ددې مسئلو لوجې د مایوسۍ برعکس ددې د ختمولو لپاره د امید لاره وښودل شي، او دا راز د ټول قام په رابیدارلو دا مسئلې حل کیدلی شي. خو ددې لپاره د حکومت ترڅنګه دسیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او میډیا دا ذمه واري جوړیږي چې ولس ته د امید لار وښايي او خپلو بیانو کې دوي مثبتو هلوځلو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG