د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمیعت علما اسلام کوټه کې مظاهره وکړه


کوټه کې د جمیعت علما اسلام مظاهره
کوټه کې د جمیعت علما اسلام مظاهره

د شنبې په ورځ ناوخته،د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام له اړخه پر مولانا عبدالواسع د بمي برید په خلاف احتجاجي لاریون ترسره شو،چې پکې برید وغندل شو او له حکومته غوښتنه وشوه چې د پېښې پلټنې دې وشي.

مولانا عبدالواسع د جمعیت علما اسلام ګوند یو مشر او بلوچستان اسمبلۍ کې اپوزیشن لیډر دی.پر نوموړي برید پړه تر دې دمه کوم چا نه ده منلې.

بل اړخ ته د ځایي رسنیو د خبر تر مخې،د بلوچستان اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک د سیمې ځایي امنیتي چارواکیو ته امر کړی چې د پېښې له پلټنو وروسته رپورټ دې ده ته وړاندي کړل شي.

د جمعیت علما اسلام (ف) له اړخه احتجاجي لاریون د کوټې له بېلا بېلو لارو تېرېدلو وروسته،د پرېس کلب مخې ته په احتجاجي غونډې بدل شو.په دغه موقع د جمعیت علما اسلام د کوټې ضلعې امیر،مولانا ولي محمد تورابي مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل:

« تاسو ټول به خبر یاست چې مولانا عبدالواسع صاحب زموږ جګ پوړی صوبایي مشر او په بلوچستان اسمبلۍ کې (اپوزیشن لیډر) دی،پر هغه باندې قاتلانه برید شوی و چې دی ترې ژوندی وتلی. دا شان د دښمنانو ناوړي مقاصد پوره نه شول.د هغه په سلسله کې زموږ دا احتجاج دی.موږ له حکومته غوښتنه کوو چې پر مولانا واسع برید کونکي دې ونیول شي»

مولانا ولي محمد تورابي زیاته کړه،چې دوی په هیڅ نه دي خبر چې د برید تر شا به د چا لاس وي او یا چا به د کوم مقصد لپاره دا کار کړی وي؟ د ده په وېنا،له بده مرغه د ترهګرۍ او نور ورته ټاپې (نومونه) هم پر دوي تپل شویدي او د دا قسمه ناامنه پېښو ښکار هم دوی دي.

د جمعیت علما اسلام (ف) کوټې ضلعې نایب امیر،مولوي عبدالحنان احتجاجي غونډې ته د وېنا پر مهال ووېل:

« زموږ پر مشرتابه بمونه چاودل کېږي.په رېموټ کنټرول بمونو بریدونه پر موږ کېږي.دا په داسې حال کې چې دلته مرکزي حکومت هم موجود دی،صوبایي حکومت هم موجودیت لري،استخباراتي ادارې هم موجودې دي او انتظامیه هم موجوده ده،نو بیا ولې اخیر د جمعیت علما اسلام مشران په دا قیسمه بریدونو په نخښه کېږي؟ »

یاده دې وي،د تېرې جمعې په ورځ ناوخته د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع هغه وخت له بمي چاودنې سره مخامخ شو،کله چې یې کاروان له پشین ضلعې څخه د کوټې پر لور روان و.د پشین ضلعې امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلې چې دا د رېموټ کنټرول بم پېښه وه،په کوم کې چې چا ته مرګ،ژوبله نه وه اوښتې.

XS
SM
MD
LG