د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ بس په برید کې د ککړو کسانو مالومولو لپاره پرمختګ شوی


په کراچۍ کې پر بس تر برید وروسته په پاکستان او نورو ځایونو کې ګڼې مظاهرې وشوې
په کراچۍ کې پر بس تر برید وروسته په پاکستان او نورو ځایونو کې ګڼې مظاهرې وشوې

کراچۍ - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، امنیتي او استخباراتي ادارو په کراچۍ د اسماعیلیانو په وژنه کې د ککړو کسانو مالومولو او نیولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.

ده د دوشنبې یا ګل پر ورځ د کراچۍ سفر پر مهال له لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو سره ولیدل.

ده وویل، ځېنې کسان یې نیولي دي خو زیاته یې کړه چې دا تر وخته مخکې خبره ده چې ګواکې د پېښې اصلي عاملینو ته رسېدلي دي.

د تېرې چارشنبې یا شورو پر ورځ د کراچۍ پر صفورا چورنګۍ کې وسله والو د اسماعیلیانو پر بس برید وکړ چې پکې یې له ۴۰ زیات کسان ووژل او ګڼ یې ژوبل کړل.

تر دې برید وروسته کورنیو او نړیوالو فعالانو او د بشري حقونو ادارو پر پاکستانیو چارواکو ټینګار وکړ چې د مذهبي لږکیو ساتنه دې باوري کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې پر اقلیتي فرقو برید کېږي. تر دې مخکې څو څو ځلې په کوټه کې او د بلوچستان په نورو برخو کې پر اهل تشیع هزاره ګانو دا ډول بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG