د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستاني ځواکونه بې ګناه بلوڅان وژني"


کوټه: د بلوڅانو انساني حقونو سازمان لاریون. نېټه ۲۱م می ۲۰۱۵م کال
کوټه: د بلوڅانو انساني حقونو سازمان لاریون. نېټه ۲۱م می ۲۰۱۵م کال

بلوڅو د انساني حقونو سازمان وايي، پاکستاني ځواکونه بې ګناه وګړي وژني.

په کوټه کې د بلوڅو د انساني حقونو سازمان وايي، پاکستانيو ځواکونو يې په بېل بېل سیمو کې تر شل زیات بې ګناه وګړي وژلي او بېل بېل سیمو کې يې عمليات روان دي، چې ددوي په خبره په کې اکثره بې ګناه وګړي ځورول کېږي. خو بلې خواته د پاکستان ملېشه ځواکونه بیا وايي، عمليات يې يواځې او يواځې د ترهګرو پر ضد دي.

د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعرات په ماځیګر يو شمېر نارینه او مېرمنو د بلوڅو د انساني حقونو د سازمان تر سیوري لاندې احتجاج وکړ، او شعارونه يې ورکول، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا دي ددوي په سیمو کې روان عمليات بند کړل شي او ددوي په خبره بین الملل دي ددوي د بې ګناه وګړيو د وژلو مخنيوی وکړي. بلوچ هيومين رايټس ارګنایزېشن تور پورې کوي، چې په تېرو دريو ورځو کې د بلوچستان په بېل بېل سیمو کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې شل بې ګناه وګړي وژل شوي او يو شمېر نور يې ژوبل شوي دي. د یاد سازمان په خبره د ځواکونو له خوا د مستونګ په سپلينجي او دشت کابو سیمو کې، د قلات په نيمرغ او جوهان سیمو کې، او همداسې د پنجګور، ډېره بګټي، آواران، ا وګوادر په بېل بېل سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې عملیات روان دي. ددې احتجاج يوې پيغلې ګډون والې له مشال راډيو سره ددې عملياتو په هکله داسې خبري وکړې

؛ په مختلفو سیمو کې عمليات کېږي لګيا دي او مړي غورځول کېږي او بلوڅان تښتوول کېږي. په ښځو باندې هم ظلم کېږي او تری تم کېږي. موږ له بېن الملل څخه خواست کوو، چې هغوي دي په بلوچستان کې د انساني حقونو د سرغړونې نوټس واخلي؛.

که څه هم يو شمېر بلوڅ ملتپال له مودې راهیسې د پاکستان په استخباراتو او ملېشه ځواکونو ورته تورونه پورې کوي، خو پاکستانيو ځواکونو يې تل دا تورونه ناسم بللي او زیاتوي، دوي په مخصوصو سیمو کې يواځې او يواځې د ترهګرو پر ضد عمليات کوي او همدا ترهګر وژني. بلې خواته بلوڅ ملتپال او د حکومتي نيشنل ګوند مرکزي صدر سینيټر حاصل بزنجو بیا وايي، په دې وروستيو کې د ځواکونو له خوا ځای ځای له انساني حقونو سرغړونه شوې، چې دوي ته په هيڅ قيمت د زغملو وړ نه دي.

؛ که په مجموعي توګه ته داسې ووايې، چې دلته عمليات روان دي، نو داسې بالکل نه ده. لاکن يوه خبره موږ ضرور کوو او ډېره سپينه يې کوو، چې ملېشه سرتېري دي او که نور ځواکونه، هغوي بايد په هغو سیمو کې چېري چې پر دوي بریدونه کېږي او يا هم دوي ته مالومېږي چې وسله وال دي او له دې وسله والو سره ددوي جنګ کېږي، دا بېل خبره ده. لاکن دا چې له تېرو څو ورځو راهیسې چې له انساني حقونو څخه سرغړونه کېږي، او داسې خلک چې په دې ګناه کې ککړ نه دي، هغوي هدف کېږي، نو دا موږ کله هم زغملای نه شو؛.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت ناوخته د پاکستان ملېشه ځواکونو داسې راپورونه ورکړي، چې له بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو سره يې په نښته کې يا هم د لټون په عملياتو کې وسله وال وژلي دي. يو شمېر بلوڅ ملتپال بیا وايي، ځواکونه د وسله والو پر ځای بې ګناه وګړي وژني، خو د دواړو غاړو له خوا د وېرې له امله ددې تورونو سپيناوی په آزاده توګه کول ډېر کم کېږي.

XS
SM
MD
LG