د روانې مياشتې په پنځويشتمه نېټه به اسلام اباد کښې د اسیا دزړه په نوم د بیلا بیلو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ مهمه غونډه ترسره شي. دا به د استنبول د غونډې د پروسې په تعقیب ترسره کیږي.
د پاکستاني خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان په ګډون د دولسو هیوادونو غړو ته په غونډه کې د برخه اخیستو بلنه ورکړل شوېده. له افغانستانه په دې غونډه کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزی برخه اخلي.
په اسلام اباد کې دافغانستان د سفارت یو ویاند برکت الله رحمتي مشال راډیو ته وویل:
« په دې غونډه کې د افغانستان له غاړې د خارجه وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی د یو پلاوي په مشرۍ برخه اخلي. »
نوموړی وايي دا ډول کانفرانسونه د افغانستان په اړه ګټور دي ، خو نور جزیات یې ورنکړل چې کابل د داسې غونډو د لارې څه لاس ته راوړلی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه زياتوي د دې غونډې مقصد دروان کال په اخره کې په اسلام اباد کې کېدونکې وزارتي غونډې دپاره لار هوارول دي.
دا وارې د اسیا د زړه د غونډې عنوان د غړو هیوادونو ترمنځ خپل منځي مرستې زیاتول او اقتصادي اړیکو ته وده ورکول دي.
د اسیا د زړه یا د استنبول په نوم پروسه په دوه زره یوولسم کال کې پیل شوې وه. افغانستان د دې پروسې مشري په غاړه لري او دا ځل به پاکستان د دې پروسې شریکه مشري په غاړه لري.