د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر زوی د بلوڅ بيلتونپالو له بریده روغ راووت


د حب سیمې د پولیس مشر بشير بروهي چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، مشال راډيو ته وویل، د بمي برید هدف د پاکستان ولسمشر زوی وو، خو سلمان له بریده روغ وتی دی.

د بلوچستان په حب سیمه کې د يکشنې او دوشنبې په منځنۍ شپه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین پر زوي سلمان بمي برید شوی، چې پکې درې تنه ولسي وګړي ژوبل شوي، او د سلمان د محافظانو په شمول پنځلس نور کسان ژوبل شوي دي.

د حب سیمې د پولیس مشر بشير بروهي چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، مشال راډيو ته وویل، د بمي برید هدف د پاکستان ولسمشر زوی وو، خو سلمان له بریده روغ وتی دی.

بروي زیاتوي، په دې بمي برید کې د سلمان لږ تر لږه پنځه محافظان هم ژوبل شوي دي. د حب سیمې د پوليسو په خبره باروت په يوه موټر سايکل کې اېښودل شوي ول،چې په ريموټ کنټرول چاودېدلی دی، او د شاوخوا نيژدو کورونو او دوکانو ټولې ښيښې يې ماتې کړې دي.

بلې خواته د دغه چاودنې مسوولیت په کوټه کې رسنيو ته بلوڅ بېلتونغوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لیبرېشن ارمي نومې قبول کړی، او زیاتوي، د برید هدف يې د پاکستان ولسمشر زوی وو.

په بلوچستان صوبه کې له تېرې يوې لسیزې يې د بي ايل اې په شمول يو شمېر نورو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو له پاکستانه د بېلېدو مبارزه پېل کړې او زیاتوي، د دوی همدا وسله واله مبارزه به له پاکستاني ریاست څخه د بلوچستان تر بېلېدو پورې جاري وي. خو اسلام آباد بیا د دې وسله والو ډلو تر شا د بهرنيو استخباراتو په خاصه توګه د هند استخباراتو «را» لاس بولي.

XS
SM
MD
LG