په اسلام اباد کې د ګل ورځ «دوشنبه» د اسیا زړه هېوادنو «استنبول بهیر» پنځم کانفرنس د تیاریانو لپاره غونډه پېل شوه. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله مشال راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو چارواکي ګډون کوي، خو مشري یې د پاکستان خارجه چارو سیکرېټر اعزاز چودري او د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی کوي.
د استنبول بهير په نامه د غونډو دغه لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني افغان ولسشمر حامد کرزي حکومت د افغانستان حالاتو په اړه په سیمه يیزه کچه د تفاهم زیاتېدو لپاره پیل کړه، چې تراوسه یې څلور غونډې جوړې شوي دي.
د استنبول بهیر د اسیا زړه کې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره له یوې نوې اجنډې سره راوړاندې شوي چې افغانستان ته یې مرکزي ځای ورکړی دی. د دې بهیر موخه د اسیا زړه هېوادونه د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره له مخلصانه او نتیجه خیزې همکارۍ سره بوختول، او په لوی سر کې ټوله سیمه پرامنه او سوکاله ګرځول دي.
د استنبول بهیر غړي هېوادونه پر دغه لاندینیو دریو ټکیو یوه خوله شوي ول.
لومړی: د افغانستان په سیاسي جوړ جاړي کې د دغه هېواد نزدې او لیرې ګاونډیان بوختول.
دویم: د استنبول بهیر په اسنادو کې پر دې هم ټینګار شوی، د یوې پایداره غوړېدونکې تګلارې په متد باور جوړولو اقدامات عملي کېدای شي.
درېیم: په ځانګړې توګه د افغانستان اړوند دګنو سیمه ییز بهیرونو او سازمانونو د کار په برخه کې د پراخې همکارۍ لپاره هڅې کول دي.
که څه هم لا تراوسه د استنبول بهیر د پېنځمې غونډې جوړېدلو لپاره کره نیټه نه ده ټاکل شوې، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا غونډه به ښايي د سږ کال تر پایه جوړه شي.
دا وزارت همداراز وايي، چې داسلام آباد په غونډه کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمې غونډې ته اعلامیه هم ترتیب شي.
د يادونې وړ ده، چې د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر کارپوهان دا ډول غونډې د افغانستان د سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې ارزوي او وايي، چې ښايي ښې پايلې به ولري.