د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا کلنۍ بجټ یې پر ولس نه لګېږي'


د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين وايي، د ٢٠١٤-١٥ کال په بجټ کې د فاټا لپاره بېلې کړل شوې ٢٣ اربه روپۍ هم خرڅ نکړل شوې او دغه ټولې پيسې بیرته قامي خزانې ته ولاړې.

په اوو ايجنسیو او شپږ اېف ار مشتملې قبايلي علاقې چې ټوله رقبه يي ٢٧٢٢٠ مربع کلوميټره جوړېږي،لپاره حکومت هر کال په قامي بجټ کې يوه مخصوصه برخه بېلوي خو د سیمې اوسني او پخواني منتخیب پارلماني غړي وايي، چې له يوې اوږدې مودې راهیسې دا پيسې په پوره توګه د قبايلي سيمو په ترقۍ نه لګېږي.

دوی وايي، په ٢٠١٢ او ۲۰۱۳م کال، چې په ملک کې د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت و د قبايلي سيمو لپاره يي په کلني بجټ کې ١٦ اربه روپۍ بيلې کړل شوې وې خو د ٢٠١٣ تر جون میاشتې په قبايلي سيمو کې صرف نهه (٩) اربه روپۍ لګېدلې دي او اووه (٧) اربه روپۍ بیرته قامي خزانې ته تللې دي.

د ٢٠١٣-١٤ قامي بجټ چې مسلم ليګ ن په اقتدار کې د راتللو ورستو وړاندې کړو د فاټا لپاره يي پکې ١٨ اربه روپۍ بيلي کړې خو د مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړې شهاب الدين ترمخه چې فنډونو نه جاري کيدو لوجې نه صرف دغه ١٨ اربه روپۍ بلکې په ٢٠١٤-١٥ کال په بجټ کې فاټا لپاره بېلې کړل شوې ٢٣ اربه روپۍ هم خرڅ نکړل شوې او دغه ټولې پيسې بیرته قامي خزانې ته ولاړې.

مشال ريډيو چې کله د پخواني او موجوده د قامي اسمبلو غړو په وړاندې دا پوښتنه کيښوده چې ولې يي ترقياتي بجټ د فاټا ولس پر خېرښېګړه ونه لګولی؟

له اورکزۍ ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي جواد حسېن وویل، چې د ترقياتي فنډ ترلاسه کولو لپاره چې کومه طريقه کار جوړ کړل شوی دی نو هغه سم نه دی.

د همدې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان تحريک انصاف له نيمه قبايلي سيمې «اېف ارز» د قامي اسمبلۍ غړی قيصر جمال وايي چې ټول فنډونه خو د فاټا سيکرېټرېټ په لاس کې دي، موږ د هغوی له مرضۍ پرته هېڅ نشو کولی.

له باجوړ ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي چې په ترقياتي بجټ کې که کومې لږې ډېرې پيسې په قبايلي سيمو لګېدلې هم دي نو هغه د ځايي ولس په ترقۍ نه بلکې پوليټکل انتظاميي او امنیتي ځواکونو په خپل حفاظت لګولې دي.

د دې منتخب غړو په وينا چې په ترقياتي کارونو کې ورته د هرې ايجنسۍ پوليټکل انتظاميه او فاټا سيکرېټرېټ لوی خنډ دی او دغه وجه ده چې کله یې هم دا مخصوص کلنۍ بجټ په خپلو سيمو کې په پوره توګه خرچ نکړل شو.

مشال ريډيو چې کله دا ټوله معامله د فاټا سيکرټريټ په وړاندې کېښودې نو د يادې ادارې يو چارواکې فضل الله وايي چې دوی د فاټا له منتخب غړو سکيمونه غواړي او له هغه ورستو ورته فنډونه جاري کوي.

په موجوده وخت کې په قامي اسمبلۍ او سينټ کې ١٩ غړي د قبايلي ولس نمايندګي کوي چې پکې د مسلم ليګ ن درې (٣) او د هغه اتحادي ګوند جميعت علماء اسلام ف ډلې دوه (٢) غړي شامل دي.

مشال ريډيو چې کله د واکمن ګوند مسلم ليګ ن له باجوړ ايجنسۍ منتخب د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين نه تپوس وکړو چې په مرکز کې یې د ګوند حکومت دی خو بیا هم له فاټا سيکرټريټه خپل فنډونه نشۍ ترلاسه کولی نو په ځواب کې نوموړی وايي چې صرف په نوم د واکمن ګوند غړی دی نور یې هېڅ واک اختيار نشته.

د خېبر پښتونخوا پخوایې ګورنر انجنيئر شوکت الله چې تعلق يي له باجوړ ايجنسۍ سره دی او په تېر حکومت کې د قامي اسمبلۍ غړی هم و. مشال راډيو ترې وپوښتل چې د خپلې ګورنرۍ په موده کې يې واک اختيار د فاټا سيکرټريټ پر ځای د سيمې منتخب غړو ته ولې ورنکړو نو په ځواب کې نوموړې وايي، امکان نه لري چې د ٦٧ کالو راهیسې راروان سیسټم یې په يوه کال کې سم کړی وای، دا پوره پاملرنه غواړي چې د ده په خبره هغه شان کار پرې نه کېږي.

د ٢٠١٥-١٦ م کال قامي بجټ به د راتلونکې مياشتې په ٥ نېټه وړاندې کېږي خو دا به وخت ثابتوي چې دا بجټ به هم لکه د تېرو بجټو په څېر وي او که يا په دې بجټ کې بېلې کړل شوې روپۍ به د قبايلي سيمو د ولس په خېر ښېګړه او ترقۍ لګېږي.

XS
SM
MD
LG