د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تر هغه به احتجاج کوو چې وژونکو پولیسو ته سزا نه وي ورکړل شوې"


په پاکستان کې له عدالتونو د وکیلانو د پرېکون پخوانی عکس
په پاکستان کې له عدالتونو د وکیلانو د پرېکون پخوانی عکس

په پاکستان کې وکیلان د خپلو همکارانو د وژنې پر ضد نن (سېشنبه) د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاج اعلان کړی دی.

اسلام اباد: په پاکستان کې وکیلان د خپلو همکارانو د وژنې پر ضد نن (سېشنبه) د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاج اعلان کړی دی.

په پاکستانیو وکیلان دا احتجاج له هغه ورسته کوي چې د دوشنبې په ورځد پنحاب په سيالکوټ کې د پوليسو په لاس دوه وکېلان ووژل شو.

د وکیلانو اتحادیو د خپلو همکارانو د وژنې په غبرګون کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له عدالتونو پرېکون (بايکاټ) کړی دی او ځای په ځای يې مظاهرې هم کړي دي.

د پاکستان بار کونسل يو غړي وکيل نورعالم په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر هغه وخته به يې احتجاج روان وي تر څو چې د ده په وینا ، قاتلو پوليسو ته سزا نه وي ورکړل شوې.

دا هر څه له هغه ورسته دي چې د دوشنبې په ورځ د سيالکوټ په ډسکه نومي سیمه کې د احتجاج پر مهال د پوليسو په ډزو کې دوه وکيلان ووژل شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG