د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې چاودنې درې مشکوم وسله وال طالبان وژلي دي


په کراچۍ کې د یو چاودنې پخوانی عکس
په کراچۍ کې د یو چاودنې پخوانی عکس

د پاکستان په کراچۍ کې په یوه بمي چاودنه کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي او دوه ژوندي نیول شوي دي.

کرچۍ: د پاکستان په کراچۍ کې په یوه بمي چاودنه کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي او دوه ژوندي نیول شوي دي.

پولیس چارواکي وایي نن سهار هغه مهال د اورنګي ټاون په فقیرکالونۍ کې يوه چاودنه وشوه چې رینجرځواکونو په دې سېمه کې د لټون عمليات کول.

د بمونو ناکاره کولو ادارې ( ډسپوزل سکواډ) يو چارواکي عابد سلیم تر پېښه روسته خبریالانو ته وویل چې د چاودنې له کبله یو کور په مکمله توګه ويجاړ شوی او له مبلې يې درې کسان را اېستل شوي دي.

چارواکي وایي ، په دې اړه پلټنې کوي چې د چاودنې عوامل او د دې هدف څه وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نه ده منلي.

د کراچۍ په ښار کې له کلونو راهسې د هدفي وژنو ، فرقه ییز تشدد په ګډون د ناامنۍ یو شمېر نورې پېښې رامنځ ته کېږي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې په دې لړۍ کې تر اوسه په زرګونه کسان وژل شوي ، ټپي شوي او په مالي توګه اغېزمن شوي دي.

د کراچۍ په ښار کې د بد امنۍ لړۍ پر دې سربېره روانه ده چې د پاکستان د امنیتي ځواکونه له تېرو څه باندې دوو کالو راهسې په دې ښار کې د هغو خلکو پر ضد هدفي عملیات روان دي چې په جرمونو کې لاس لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG