د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرقه ايزو نښتو مخنيوی په څه ډول کېدای شي؟


په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې فرقه ايزه نښتې دوام لري چې تر دې دمه په زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې فرقه ايزه نښتې دوام لري چې تر دې دمه په زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.

که يو خوا د دا ډول پيښو د مخنيوي لپاره سني او شيعه عالمانو په وار وار غونډې کړي او بېلا بېل اتحادونه يې جوړ کړي نو بلخوا حکومت هم ادعا کوي چې د فرقه ايزو نښتو د مخنيوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي دي.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې د تيرې دوشنبې په ورځ درې شيعه ګان او يو سني مسلکه مسلمان ووژل شو.

دا لومړۍ فرقه ايزه پېښه نه ده چې رامنځ ته کيږي بلکې تر دې وړاندې هم د کوټې په شمول د پاکستان په بېلا بيلو ښارونو کې د مذهب په نوم يو شمېر کسان وژل شوي دي.

که څه هم ديني علما او حکومت په وار وار ادعا کوي چې دوی د دا ډول پيښو د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي خو بيا هم په يوه يا بل نامه کسان وژل کيږي.

په اسلام آباد کې شيعه عالم مولانا عابد حسېن شکري وايي چې د فرقه ايزو نښتو د مخنيوي لپاره د بېلا بيلو مسلکونو د عالمانو اتحادونه جوړ شوي دي چې ځينې يې اوس هم فعاله دي.

((موږ اوس هم په واړه او لويه سطح تنظيمونه لرو. په پېښور کې هم د شېخ العلما کونسل په نوم باندې تنظيم لرو، موږ دلته کار پکې کوو. شيعه هم يو، سنيان هم يو، پر مختلفو موقعو باندې موږ خپل پروګرامونه کړي دي. راتلونکې جمعرات هم د اتحادِ امت په نوم باندې په پېښور پرېس کلب کې يو سېمينار کوو.))

بل لور ته بيا په کوټه کې سني عالم مولانا غازي محمد کمال القادري وايي چې تر څو چې حکومت په دې لړ کې جدي ګامونه نه وي پورته کړي او له قانون سره سم يې ټولو ډلو ته سرې کرښې نه وي کش کړي نو دا ډول پيښې به رواني وي.

((دا د حکومت کار دی. دا رعايت نشي کولای. فرضاً زه يو شېخ الديث يم، يا مفتي يم يا عالم يم او وعظ کوم. دا زما کار نه دی. دا د حکومت کار دی. زه به وعظ کوم او نصيحت به کوم. تقرير به کوم او قرآن او حديث به وايم. خو د وخت حکومت به دا اختلاف ختموي. جنګ جګړې به ختموي او دواړه طرفه به کښېنوي چې ستاسو منځ کې څه اختلاف دی؟ ولي داسې کوئ؟ دوی به اختلاف ختموي او يو معاهده به په منځ کې کيږي. د علماوو کار د قران او حديث په رڼا کې فتوا ورکول دی او پر هغه باندې اتفاق ضروري دی.))

په کوټه کې د دوشنبې ورځې تر وژنو وروسته د څه ډول بلې ناوړه پيښې د رامنځته کېدو له ويرې لوی بازارونه وتړل شول. دا چې حکومت د فرقه ايزو نښتو د مخنيوي لپاره څه ډول ګامونه پورته کړي دي؟ د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزير عبدالرحيم زيارتوال

وايي چې دوی په دې لړ کې د قانون پلي کوونکو ادارو سره تر غونډې وروسته سني او شيعه عالمان ورغوښتې او په کلکو ټکو يې له قانون سره سم د چلن کولو ورته ويلي دي.

((موږ په هيڅ صورت له دې خلکو سره رعايت نه کوو او نه هم ښار ترهګرو ته سپارو. نو د حکومت له طرفه وايم چې که څوک په دې کار کې ملوث پاتې کيږي، د هغوی خلاف به کاروايي کيږي. نن [سې شنبه] هم د وزيراعلا په مشرۍ کې موږ د دواړو ډلو [سني او شيعه] سره دوې غونډې کړي دي او پر دواړو ډلو مو دا خبره واضح کړې چې په هيڅ حالت او هيڅ صورت کې دې دا خلک قانون په لاس کې نه اخلي. که د چا سره يو کار شوی وي نو د عدالت دروازه، درخواست، اېف آی آر موجود دي، حکومت به د دې خلکو د ګرفتارۍ لپاره ګامونه اخلي.))

په پاکستان کې د حکومت او د علماو د اتحاديو سربېره يو شمېر غېر سرکاري ادارې هم وخت په وخت د مذاهبو تر منځ د هم آهنګۍ زياتولو لپاره هلې ځلې کوي. د انټر فېت پيس کونسل په نامه د يوې ادارې چارواکی عدنان سرور وايي چې دوی د ټولو مذاهبو د عالمانو تر منځ پر بېلا بيلو موضوعاتو وخت په وخت غونډې رابلي.

((کله چې يو ستونزه پېښيږي يا ځانګړې ورځې راځي نو زموږ د ټولو اديانو او فرقو عالمان راغونډوو اوله دوی سره خبرې کوو. که له بده مرغه يو ستونزه وي نو دوی يې د حل لپاره په خپل منځ کې خبرې اترې کوي. د اقليتونو وزير هم په غونډه کې ګډون کوي. عامې غونډې خو بيا په مختلفو ښارونو کې کيږي چې کله په اسلام آباد کې، کله په لاهور او کله بيا په فېصل آباد کې کيږي.))

د بشري حقونو يو شمېر ادارو په پاکستان کې د فرقه ايزو نښتو او په ځانګړې توګه پر مذهبي لږکيو د بريدونو د مخنيوي په لړ کې پر حکومت او امنيتي ادارو سختي نيوکي کړي او په ټولنه کې د زغم د زياتوالي او د يو بل عقيدو ته د احترام کولو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG