د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت کاشغر – ګوادر لارې ته ۱۴ ارب ډالر ایښې


د پښتونخوا او بلوچستان ګوندونه وايي، چې مرکزي حکومت له دې صوبو تيرېدونکې پلان شوې لار پنجاب ته اړولې ده خو حکومت دا تور ردوي.

د پاکستان ايکسپرس ټربيون ورځپاڼه وايې، مرکزي حکومت د دوه زره پنځلسم او شپاړسم په پرمختيايې بودېجه کې د کاشغر ګوادر لويې لاري جوړولو لپاره څوارلس اربه ډالر بېلې کړي دي.

د ورځپاڼي په وينا د کلني پلان جوړوني ملي ادارې اينول پلان کوآرډينيشن کميټۍ د سېشنبې په ورځ په وفاقي کچه د راتلونکو پرمختايې پروژو لپاره څوارلس سوه اتلس اربه روپۍ مختص کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي چې په دغو منصوبو کې تر ټولې زياتې پيسې د کاشغر ګوادر پروژې ته ځانګړې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي راهدارۍ پروژه وار له مخ د اختلافاتو ښکار ده.

د پښتونخوا او بلوچستان ګوندونه وايي، چې مرکزي حکومت له دې صوبو تيرېدونکې پلان شوې لار پنجاب ته اړولې ده خو حکومت دا تور ردوي.

پخوا هم داسې شوې چې مرکزي حکومت به د ناندريزه کالاباغ ډېم لپاره په بجټ کې پيسې بېلې کړې خو دا به بيا کله هم خرڅ نشوې.

اوس چې کاشغر ګوادر لاره هم دغسې متنازعه شوې نو ايا دغه څوارلس اربه ډالر به خرڅي نشي که څنګه؟

په اسلام آباد کې د معاشي چارو خبريال او څيړونکۍ اکرام هوتي وايي، فکر نه کوي چې د پرمختيايې پروګرام په برخه کې د اقتصادي راهداری لپاره ځانګړې پيسې خرڅې نشي.

دی زياتوي چې په پرمختيايي بودیجه کې د اقتصادي راهداری لپاره چې کومي پيسې ايښودل شوي هغه مرکزي حکومت پر هغو سيمو خرڅي کړي چې ورباندې د بلوچستان او پښتونخوا صوبې اعتراض نشته.

( له ګلګت بلتسانه تر مانسرې او له رتو ډېرو د پنجاب تر ځينو علاقو پوري به پر پرمختيايې پروژو کار وکړي چې ورسره د اختلاف کوونکو( بلوچستان او خيبر پښتونخوا) هېڅ کار نشته)

دا شان د اقتصادي چارو يو بل کارپوه مبارک زيب هم وايي،چې مرکزي حکومت په ډېره هوشيارۍ سره د هغو سيمو د پرمختګ لپاره کار کوي چې ورباندې د اقتصادي راهدارۍ لاره تېرېږي.

( ما ته نه ښکاري چې د اقتصادي راهداری د منصوبو لپاره ځانګړې پيسې به د مالي کال تېرېدو وروسته هم خرڅي

نشي. دوی ډېر هوښياران دي او هغه کارونه به وکړي چې په پنجاب کې دي او د اقتصادي راهداری په لاره کې راتلونکي هغه ځايونه به پرېږدې چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې راځي.)

د کاشغر ګوادر اقتصادي پروژې په اړه پاکستان له چين سره د شپږ څلويشت اربه ډالر تړون لاسليک کړی خو د پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه، اسمبليانې او ګوندونه دا تور لګوي چې مرکزي حکومت له دغو صوبو تېرېدونکې لار پنجاب صوبې ته اړوي. خو مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او په دې لړ کې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د دواړو صوبو د ګوندونو او حکومتونو باور ترلاسه کولو لپاره د زيارت په ورځ په اسلام آباد کې يوه غوڼده رابللې ده.

XS
SM
MD
LG