د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د مستونګ پر پيښه ټول ګونديزه غونډه رابللې ده


د وژل شوو پخوانی عکس
د وژل شوو پخوانی عکس

د بلوچستان صوبايي حکومت د مستونګ پر پېښه ټول ګوندیزه غونډه رابللې او دا پېښه يې د پېښور د آرمي سکول او کراچۍ د صفوره ګوټ په څېر لويې پېښې بللې ده.

کوټه: د بلوچستان صوبايي حکومت د مستونګ پر پېښه ټول ګوندیزه غونډه رابللې او دا پېښه يې د پېښور د آرمي سکول او کراچۍ د صفوره ګوټ په څېر لويې پېښې بللې ده. صوبايي حکومت ددې پېښې پر ضد سبا په ټوله صوبه کې د وژل شويو یوویشت کسانو له کورنيو سره د يووالي او غمرازۍ لپاره د بازارونه د تړلو او درې ورځني ویر اعلان کړی دی.

د خالي په ماسپښين د بلوچستان د اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ کې د بېل بېل حکومتي او اپوزيسيون ګوندونو سیاستوالو يوه ګډه خبري غونډه وکړه چې پکې يې په مستونګ کې د وژل شويو يوويشت پښتنو مساپرو پر وژنه د دغه هيواد د لومړي وزیر میانوازشریف په مشرۍ کې ټول ګوندیزه غونډه رابللې.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په دې خبري غونډه کې وویل، ده له نوازشریف سره تماس نیولی او په يوه يا دوې ورځې کې به په کوټه کې همدا ټول ګوندیزه غونډه د وژل شويو مساپرو د خپلوانو په غوښتنه راوغواړي.

ډاکټر عبدالمالکویل ، د دې مړيو د خپلوانو چې تر ټولو لویه کومه غوښتنه وه هغه دا وه، چې پر دې پېښه دي ټول ګوندیز کنفرانس راوبلل شي. چې په کې وزیراعظم ګډون وکړي. موږ له وزیراعظم هاوس سره خبري کړې او که خدای کول په يوه دوې ورځو کې به همدا کنفرانس راغواړو، چې وزیراعظم به خپله په کې موجود وي. چې ددې وژل شويو د کورنيو غمونو لږ سپک شي. موږ ددوي دا غم ختمولای نه شو، لاکن همدا زموږ ریاستي ذمه واري ده، چې داسې وکړو.

عبدالمالک بلوڅ وايي، د مستونګ تردې پېښې وروسته يې ټولو امنيتي ادارو ته امر کړی، چې له ږوبه تر ګوادره او له کوټې تر کراچۍ پورې پر ټولو لویو لارو دي د مساپرو د خوندیتوب لپاره ګړندي ګامونه پورته کړل شي.

ده زیاته کړه ، زموږ چې کومې لويې لارې دي، هغه که د کوټې او خضدار لاره ده، که د کوټې ږوب لاره او که د کوټې جيکب آباد لاره ده. په دې ټولو لارو به موږ خپله سیکيورټي له سره ګورو. او هڅه به کوو، چې په اينده کې ددغه ډول بې رحمه پېښو مخه ونيول شي.

له ډاکټر عبدالمالک بلوڅ سره په دې خبري غونډه کې د اپوزيسیون د مشر مولانا عبدالواسع په شمول د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر انجینرزمرک اڅکزی، د مسلم لیګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبليو غړي او وزیران هم موجود وو، چې د اپوزيسيون مشر مولانا واسع بیا وویل، د امنيت په ستونځه کې به هر له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

مولانا واسعوویل ، موږ د اپوزيسيون په هیث د حکومتي غلطیو نشاندهي ورکوو. لاکن کله چې د هیواد مسله راځي، کله چې د بلوچستان ستونځه راځي یا د اسلام او ددغه هيواد د بچ ساتلو مسله راځي، نو موږ له حکومت سره ولاړ يو.

په دې خبري غونډه کې بیا د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، د مستونګ تردې پېښې وروسته يې په سیمه کې عمليات پېل کړي او لاهم روان دي، چې دده په خبره په کې شپږ وسله وال ترهګر وژلي دي.

دا له هغه ورسته ده چې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه د مستونګ په کډکوچه سیمه کې وسله والو له پښين څخه کراچۍ ته پر لاره دوه بسونه درولي وو، مساپر يې کښتي کړي او په يوويشت پښتانه مساپر يې وژلي يو بل يې ژوبل کړی وو.

حکومت، امنيتي ادارې او ځيني عيني شاهدان وايي، ددې پېښې تر شا د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو لاس دی، خو خپله دې وسله والو ډلو ددې پېښې په اړه رسنيو ته لا هم هيڅ ويلي نه دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG